د حکومت ژمنې او د پانګوالو فرار
حکومت تېرو کلونو کې ټولې هغه برنامې عملي نه کړې چې د صنعت او اقتصادي پراختیا لپاره یې درلودلې، د دې برنامو پلي کیدل اسانه و، خو حکومت په دې برخه کې بې غوري او مصلحتونه وکړل چې تر نن پورې د صنعت د پراختیا پرځای پانګوالو فرار وکړ.
هغه پانګوال چې له تېرو کلونو پاتې و او نور هغه چې د ولسمشر د برنامو لپاره سرمایه ګذاري وکړه، په تېرو کلونو کې ناامنیو، انسان تښتونو، مافیا، باج اخیستو، لوړې ماليې او جریمو او دغه راز د تعرفو لوړیدو نور پانګوال هم اړ کړل چې فرار وکړي.
د وروستیو مالوماتو له مخې په متحده عربي اماراتو کې د افغان پانګوالو ټولنې ویلي چې نیمايي پانګوالو خپلې پانګې له افغانستان اماراتو ته انتقال کړي چې عمده لامل یې پانګوالو ته د حکومت نه پاملرنه ده.
حکومت په لومړیو کلونو کې بهرنیو هېوادونو د سفرونو پرمهال بهرني پانګوال هڅول چې افغانستان د پآنګونې لپاره ښه خای دی او امکانات به ورته برابر کړي، خو داسې ښکاري چې د حکومت د ناسمې پاملرنې له کبله بهرني پانګوالو افغانستان کې پانګونه و نه کړه.
د برښنا کم لګښت، د تولیدی فابریکو لپاره د ځمکې ځای او امنیت هغه غوښتنې دي چې هر کله یې له حکومت غوښتي، په دې برخه کې د ملي امنیت شورا مخکیني سلاکار ډیر ښه پروګرام درلود چې کولای یې شول د پانګوالو امنیت خوندي کړي، خو له ولسمشر یې په دې برخه کې د صلاحیت غوښتنه کړې وه.
د پانګوالو پروړاندې تر ټولو عمده خنډ داخلي مافیا وه چې له پانګوالو باج اخلي او که ور یې نه کړي پانګوال یا تښتوي او یا یې وژني، د دې لپاره د امنیت شورا کې څو ځل ناسته شوې وه چې څنګه کیدای شي داخلي مافیا له منځه یوسي او یا یې د پآنګوالو لپاره ګواښ کم کړي، خو دا چې ولسمشر غني په ډيرو برخو کې له مصلحتونو کار اخلي مالوم کسان چې اختطاف او قاچاق کوي، ازاد ګرځي.
دا مصلتونه د افغانستان او په ځانګړي ډول د پانګونې لپاره ډير قیمتي تمام شوي او د پآنګوالو لپاره ګواښونو نور پانګوال هم له افغانستان وګرځول چې غوښتل یې پانګونه وکړي.
افغانستان چې په تېرو څلور کلونو کې د پانګونې په برخه کې څومره تاوان کړی دی، راتلونکو څو کلونو کې به جبران نه شي، له دې امله چې ولسمشر د ټاکنیزو سیالیو پرمهال زیاته تکیه په اقتصاد او پانګونې کوله او د دې لپاره ان ځینې پانګوالو د ولسمشر په کمپاین کې سرمایه ګذاري هم وکړه چې ګوندې د صنعت لپاره به یې زمینه برابره شي.
اوسني حکومت هغه باور بیخي له منځه یوړ چې ګنې حکومت د پآنګوالو ملاتړ کوي او هغه ننګونې چې په دې برخه کې دي له منځه به یې یوسي، ولسمشر چې د پانګونې او اقتصاد برخه کې ښې برنامې درلودلې، هیڅ یوه یې د مصلحتونو په اساس پلي نه کړه او همدا لامل شو چې سلګونه فابریکې د کابل په ګډون ځینو ولایتونو کې وتړل شوې، خلک بې کاره شول او تولیدات بند شول.
افغانستان اوس یواځې د مشروباتو په برخه کې په ځان بسیا دی او نورو ټولو برخو کې تولیدات د بازار تقاضا نه شي پوره کولی او سوداګر اړ دي، له بهرنیو هېوادونو یې را انتقال کړي.
تمه وه چې د ملي یووالي په حکومت کې به تولیدات شي، خو دا چې په دې برخه کې مافیا لا پياوړې شوه، د تولیداتو ګراف یې راټیټ کړ او پانګوال اړ شول چې پانګونه باندې یا بیا فکر وکړي او یا له هېواد وباسي چې ورسره سم د بې کارۍ ګراف کې هم لوړوالی راغلی.
د پانګوالو د تېښتې یو بل لامل د بهرنیو قوانینو راوړل افغانستان ته و، بهرني قوانین ښه دي، خو دلته سیستم داسې دی چې بهرني قوانین سل په سلو کې د پانګوال او عوایدو لپاره تاوان لري او یواځې فساد ته پکې زمینه برابریږي.
حکومت پانګوالو لپاره امکانات او شرایط نه و برابر کړي، خو مالیې او تعرفې یې پرې څو چنده لوړې کړې چې له پانګوالو او سوداګرو یې لاره ورکه کړه.
یانې له پانګوالو غوښتنه کیدله چې هرو دریو میاشتو کې د خپلې پانګې راپور ورکړي او که یې ور یې نه کړي چې دوه چنده مالیه به ورکوي، په داسې حال کې چې د افغانستان سیستم کاغذپراني دی او په دې سیستم کې یو پانګوال نه توانیږي چې درې میاشتو کې خپل حساب پاک کړي، نو اړ دی چې ټول کال په همدې پسې تېر کړي چې دولت ته حسابي ورکړي.
د تعرفو لوړوالی یو بل لوی لامل و چې کورني تولیدات نه توانیدل ، له بهرنیو هغو سره رقابت وکړي او هغه تولیدات چې په کور دننه به کیدل بالمثل توکي یې را واردیدل چې کورنیو پانګوالو ورسره رقابت نه شو کولی، بهرني توکي په ارزانه بیه تولیديږي او په افغانستان کې کورني توکي د برښنا د لوړې بیې او فابریکې د کرایې له کبله په لوړه بیه تمامیږي.
نو ویلی شو چې تېر څو کلونه په افغانستان کې د پانګووالو لپاره بد کلونه و او هغه ډول چې باید کار شوی وی، برعکس داسې پریکړې او تصمیمونه ونیول شول چې د پانګوالو او پانګې د سقوط سبب شول.
محمدالله اتل
لیکنه د لیکوال خپل نظر دی، شمشاد په دې اړه بې پرې دی.