لټي او ټلویزیون ته زیات لیدل د ماشومانو ذهن ضعیفوي.
د موندنو له مخې هغه ماشومان چې له اړتیا زیات وخت په ټلویزیون لیدلو، لټۍ او یا هم ډېر خوب کولو تېروي، د دوی ذهني پیاوړتیا کمزورې کېږي.
د کاناډا اټوا پوهنتون د تازه موندنو له مخې، په امریکا کې یوازې پنځه سلنه ماشومان خپل ډېر وخت په ورزش کولو، ويده کېدو او یا هم په کمه اندازه په ټلویزیون لیدلو او نور پاتې برخه خپل ډېر وخت په ټلویزیون لیدلو، لټۍ او یا هم په خوب کولو تېروي.
څېړونکی جیرمي والش وویل، (( هغه ماشومان چې له نهه تر دیارلسو کلونو پورې عمر لري، باید له نهو تر یوولسو ساعتونو خوب وکړي، زموږ موندنې ښکاره کوي که دوی دغه تګلارې ومني، نو دوی به ښه بدني صحت او د وینې فشار، میټابولیزم او یو شمېر نورې ستونزې به رامنځته نه شي.))
د موندنو له مخې په امریکا کې ماشومان هره ورځ ۳.۶ ساعته له ډیجټلي شیانو کار اخلي چې د اندېښنې وړ ده.