شاجوی کې د وسله‌والو پرضد پوځي عملیات پيل شو

افغانستان
Typography

.د  زابل په شاجوۍ ولسوالۍ د وسله والو پر ضد پوځي عملیات پيل شول

 

د رازق په نوم د افغان ګډو ځواکونو عمليات نن سهار د شاجوۍ ولسوالۍ د چېنو له کلي پېل شوې او د دغه ولسوالۍ تر بشپړې تصفیې پوري به دوام کوي.

 

په کندهار کې د پوځ د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند خواجه یحي علوي وایې، عمليات افغان ګډ ځواکونه مخته وړي او موخه یې د زابل د شاجوۍ ولسوالۍ او د زابل په مربطاتو کې د کابل-کندهار د لويې لاري امن کول دي.

 

علوي وایي د روانو پوځي عملياتو پر مهال تر اوسه د وسله والو له غبرګون سره نه دي مخ شوي.

 

د افغان ګډو ځواکونو لخوا پر داسي مهال د زابل په شاجوۍ ولسوالۍ کې پوځي عمليات راپېليږي، چې وسله والو څو ورځي مخکې د دې ولسوالۍ مرکز ته ننوتل او د افغان ځواکونو څو پوستې یې سقوط کړې.

 

د تازه پېل شوو عملياتو په اړه تراوسه طالبانو تبصره نه ده کړې.