په ننګرهار کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې په تخنیکي او د ترکیې د سرې میاشتې ټولنې په مالي همکارۍ، له ۶۷۰ هغو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه چې تازه له کډوالۍ راستنې شوې دي.
مسوولین وايي، په دغو مرستو کې د اوړو او غوړیو په ګډون، ۱۰ قلمه خوراکي توکي شامل دي.
د ننګرهار سرې میاشتې ټولنې رییس فضل الرحمان فیاض وايي: « نن د افغاني سرې میاشتې له خوا۶۷۰ کورنیو ته د خوراکي توکو د وېش پروګرام دی. دغه مرسته د ترکیې د سرې میاشتې ټولنې له خوا چمتو شوې او هغو کډوالو ته وېشل کېږي چې تازه په جبري توګه راستانه شوي دي.»
طلاخان یو له هغو افغان کډوالو دی چې ۴۵ کاله یې پاکستان کې تېر کړي او اوس دلته په همدغو مرستو پسې راغلی. دی وايي، پردي هېوادونه نه خپلیږي او په خبره یې په داسې حال کې هېواد ته راستون شوی چې پاکستاني پولیسو ترې د کور وسایل او ان نغدې پیسې هم ګرځولې دي.
طلاخان زیاتوي: « وايي پردی کټ تر نیمې شپې دی؛ ما په پاکستان کې ۴۵ کاله تېر کړل، خو خپل مې نه کړ. له موږ هرڅه پاتې شول، حتا تر دې چې د کور سامان رابارولو اجازه یې هم رانه کړه.»
د طلاخان په شمول دلته په مرستو پسې راغلي یو شمر نور کډوال وايي، پر شویو مرستو خوښ دي، خو ټینګار کوي چې د حکومت او مرستندویه ادارو له خوا ورسره د بیا مېشتېدنې په موخه د سرپناه او روزګار جوړولو برخه کې همکاري وشي.
له کډوالۍ راستون شوی طلاخان وايي: « موږ له حکومت د نغدي مرستو ترڅنګ د سرپناه او کاروبار غوښتنه کوو. موږ خالي لاس راوتي یو او هېڅ نه لرو. دا مهال په خېمو کې پراته یو او ماشومانو مو ټول ناروغان دي.»
له کډوالۍ راستون شوی روزي خان وايي: « موږ له دې مرستې ډېر خوښ یو، خو موږ کار او روزګار ته اړتیا لرو. له حکومت غواړو چې د کار زمینه راته برابره کړي.»
له کډوالۍ راستانه شوي دا غوښتنې داسې مهال کوي چې ورځ تر بلې له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ چټکه کیږي او له نږدې یوې نیمې میاشتني ځنډ وروسته، د تورخم لار یو ځل بیا د افغان کډوالو را اوښتو پرمخ خلاصه شوې او هره ورځ سلګونه کورنۍ له دې لارې هېواد ته راستنیږي.