Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • Home
  • Afghanistan
  • World
  • Economic
  • Health
  • Culture & art
  • Sports
  • Videos
    • 7:00 news
    • Exclusive interview
    • Tawda Bahsona
    • Mehraq
    • Reports
  • English
    • پښتو
    • دری
سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

Afghanistan-Iran Trade Up 30%, Chamber of Commerce Reports

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/10

د ایران، امریکا او اسراییلو جګړې د پیل او د کابل او تهران ترمنځ د سوداګریزې راکړه ورکړې د بندېدو له امکان سربېره، د سوداګرۍ او پانګونې خونې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزې راکړه ورکړې د زیاتېدو خبره کړې.

دوی وايي، سره له دې چې په ایران کې د روانې جګړې د پراخېدو امکانات شته، مګر د افغانستان او ایران ترمنځ ټولې سوداګریزې او ټرانزیټي لارې خلاصې دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، په روان لمریز کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه ۳۰ سلنه زیاته شوې. د دوی د اټکل له مخې، ښايي په را روان لمریز کال کې دا کچه نور هم لوړه شي.  

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د چارواکو په خبره، که څه هم ایران له امریکا او اسراییلو سره په جګړه بوخت دی او دغې جګړې د فارس خلیج ټوله سیمه اغېزمنه کړې، خو د افغانستان او ایران ترمنځ پر سوداګریزه راکړه ورکړه یې اغېز نه لیدل کېږي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې سلاکار خان جان الکوزی وايي: « د تېر کال په پرتله ایران څخه زموږ واردات او دغه راز د ټرانزیټ کچه لوړه شوې. زما په نظر، دا کچه له ۳۰ تر ۳۵ سلنو زیاتوالی ښيي. موږ تېر کال له ایران سره د ۳ میلیارد ډالرو په ارزښت سوداګري لرل مګر زه باور لرم چې سږ کال به ایران سره د تجارت کچه له ۴ میلیاردو واوړي. تجارت مو ښه روان دی، ټرانزیټ هم ښه دی او په عادي توګه ادامه لري.»             

الکوزی دغه راز وايي، په سیمه کې روان کړکېچ او جګړه د هېڅ هېواد په ګټه نه دي او د اوبو له لارې د سوداګریزو توکو پر لېږد را لېږد یې منفي اغېز لیدل کېږي.

خان جان الکوزی په جګړه کې له ټولو ښکېلو اړخونو غواړي چې څومره ژرممکنه وي، جګړه دې ودروي.

بله خوا، یو شمېر اقتصادي شنونکي د کابل او اسلام اباد ترمنځ د سوداګریزو لارو تړلو ته په اشارې وايي، ایران د افغانستان لپاره د پاکستان یو ښه بدیل دی او له اسلامي امارت غواړي چې له تهران سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو لا پراختیا لپاره کار وکړي.

د اقتصادي چارو کارپوه یونس ځدراڼ وايي: « د پاکستان بدیلې لارې تر ډېره د ایران په وسیله رفع شوې او موږ وکولی شول چې خپل توکي د ایران له بندرونو وارد او صادر کړو. د ایران عباس او چابهار بندرونه د ټرانزیټ له پلوه افغانستان لپاره ډېر مهم دي.»            

په ورته مهال، په کابل کې د ایران سفارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، له جګړې څخه وړاندې مهال په پرتله، دا مهال له افغان پولې سره د ایراني بار وړونکو لاریو راټولېدل، ۵۳ سلنه زیاتوالی ښيي.

د چارو کتونکي په دې اند دي چې سیمه کې روانه جګړه به هرو مرو د دواړو خواو ترمنځ سوداګري اغېزمنه کړي.

دوی له همدې کبله پر ښکېلو اړخونو د جګړې درولو او ستونزو ته د سوله ییز حل غوښتنه کوي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه نجیب الرحمان شمال وايي: « که دا جګړه اوږده شي، د ایران او افغانستان ترمنځ سوداګري به هم له خطر سره مخ کړي. زه هیله لرم د جګړې ښکېل لوري اوسني وضعیت او د نړیوالو غوښتنو ته په کتو، له جګړې لاس واخلي او له ډېپلوماټیکو لارو د پای ټکی ورته کېږدي.»   

له دې مخکې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد او د ټولګټوچارو وزیر هم ویلي وو چې د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه د تېر په څېر عادي روانه ده او له کوم خنډ سره نه ده مخ شوې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
Economic

Officials: Efforts Underway to Increase Saffron Exports from Kandahar

March 8, 2026
Exploration of Oil Fields Begins in Balkh as Part of Afghanistan’s Economic Self-Reliance Efforts
Economic

Exploration of Oil Fields Begins in Balkh as Part of Afghanistan’s Economic Self-Reliance Efforts

February 25, 2026
ایران له افغانستان سره د رېل ګاډي له لارې د راکړه ورکړې زیاتولو خبر ورکوي
Economic

Trade via Herat–Khaf Railway Reaches 90,000 Tons per Month

February 12, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
Economic

Fluctuations in Global Gold Prices Affect Afghanistan’s Market

February 5, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې
Economic

National Procurement Commission Approves Projects Worth 2.5 Billion Afghanis

January 29, 2026
چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي
Economic

TAPI Gas Pipeline Expected to Reach Herat by End of 2026

January 28, 2026

Latest News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

Afghanistan-Iran Trade Up 30%, Chamber of Commerce Reports

March 10, 2026
ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل

TTP Announces Spring Offensive “Khyber” Against Pakistani Forces

March 10, 2026
مجتبی خامنه يي د ایران نوی مذهبي مشر وټاکل شو

Mojtaba Khamenei Appointed Iran’s New Supreme Leader

March 10, 2026
متقي: پاکستاني جنرالانو د ټولې سیمې امنیت له ګواښ سره مخ کړی

Muttaqi: Pakistani Generals Have Put Regional Security at Risk

March 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

Officials: Efforts Underway to Increase Saffron Exports from Kandahar

March 8, 2026
د زندانونو چارو د سمون اداره: ښځینه زندانیانو ته د مسلکي زده‌کړو ځانګړي پروګرامونه او امکانات برابر شوي دي

Prison Affairs Authority Provides Specialized Education and Skills Programs for Female Inmates

March 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

About Us

Contact Us

Founder of Shamshad Television

Shamshad Apps

ios-ap
andoried

Newsletter

    • About Us
    • Contact Us
    • Shamshad Founder

    2026 All content of this website is copyrighted by Shamshad News

    Add New Playlist