یو لړ بې باوریو د سولې پروسه له خنډ سره مخ کړې.
د افغان سولې په برخه کې یو لړ بې باورۍ دا پروسه له خنډ سره مخ کوي.
عبدالله عبدالله هم ویلي چې د ځینو بې باوریو لپاره باید وضاحت موجود وي.
تحلیل دا دی چې د افغانستان د بیا ځلې ستونزې د مخنیوي لپاره د ټولو ناخوالو عوامل باید نظر کې ونیول شي.
د افغانستان ستونزې، د اصلي لوبغاړو تر څنګ فرعيي اړخونه هم په مستقیم او غیر مستقیم ډول په روانه پروسه کې لاسوهنه کوي او د خپلو لوريو د مهم والي زیګنالونه خپروي.
سره له دې چې طالبان او امریکایان خپلې خبرې روښانه ګڼي، خو د پاکستان له لورې د افغانانو تمې خلاف خبرو د ولس تر څنګ د افغان حکومت غوصه هم را پارولې ده.
خلیلزاد بیا پاکستان په ورستي سفر کې د هغې هېواد له هڅو مننه کړې ده.
زلمي خلیلزاد داسې ویلي ((په اسلام اباد کې مې دوه ورځنۍ ناسته پای ته ورسوله.
له پاکستان مننه کوم چې د سولې له خبرو یې په دې وروستیو کې ملاتړ کړی او بیا بیا یې په دې ټینګار کړی چې یوازې افغانان خپل راتلونکی ټاکلی شي.))
خو د افغاسنتان په تړاو د پاکستان دا نظر ثابت نه دی، یوازې په تېره یوه میاشت کې یې دوه ځلې نړیوال قوانین مات او د افغانستان په چارو کې یې ښکاره لاسوهنه وکړه.
عبدالله عبدالله له افغانستان څخه بهر په بې باوریو اعتراف کړی او د وضاحت یې یوه اړتیا بللې ده.
اجراییه رییس عبدالله عبدالله ((موږ دواړه په دې تړاو خبرې کوو او د امریکايي لوري پر وړاندې زموږ دریځ هم یو ډول دی. کله نا کله د ځينو خبرو په برخه کې بې باوري رامنځ ته کیږي خو زه غواړم چې هرڅه کې وضاحت موجود وي. موږ سبا یا په راتلونکو ورځو کې یو مشورتي بورد جوړ کړی چې کیني او د سولې په اړه خبرې کوي، په دوی کې حکومتي چارواکي او سیاسي مشران شامل دي.))
افغانان چې د سولې په برخه کې له پخوانیو تجربو سر له اوسه ډار لري، وړاندیز یې دا دی چې د ټولو ستونزو عوامل باید په پام کې ونیول شي.
خلیلزاد په دې سفر کې تر نورو هغو د سولې په خبرو کې یو جدي او چټک ښکاري، ځینې نایید شوي راپورونه وايي چې خلیلزاد به د افغان سیاسیونو، چارواکو او د سیمې هېوادونو سره تر بحثونو او خبرو وروسته له طالبانو سره د هغو توافق شویو موضوعاتو مسوده لاسلیک کړي چې د دوی تر منځ په پنځو پړاونو کې پرې توافق راغلی دی.