ارګ د مسکو ناستې ته په خپل تازه غبرګون کې ویلي چې د سولې په برخه کې اجرایوي او عملي پایله نه لري.
د مسکو دوه ورځینۍ ناسته د یوې ګډې اعلامې په خبرېدو سره پای ته ورسېده.
له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل، د یو غښتلي اسلامي حکومت جوړېدل، او خپلمنځیو خبرو ټینګار د افغانستان څخه نورو ته د ګواښ مخنیوی او له نړۍ سره ښې اړیکې د ګډې اعلامې غټ ټکي دي چې طالبان او سیاسي جریانونه پرې بشپړ توافق لري او ژمنتیا یې ښوولې.
افغان دولت چې په دې خبرو کې نه و د ارګ تازه غبرګون همدا دی چې اجرایوي او عملي پایله نه لري.
ولسمشرۍ ماڼۍ د مسکو ناستې ته په خپل تازه غبرګون کې ویلي چې د سولې په برخه کې اجرایوي او عملي پایله نه لري.
ارګ وایي، د طالبانو او سیاسي څېرو ترمنځ ناسته د سولې په اړه یوازې یو علمي او سیاسي بحث و.
د مسکو ناسته چې د یوه ګډ پرېکړه لیک سره پای ته ورسېده ټولو خواوو توافق کړی چې دا ډول ناستې به دوام کوي او افغانستان کې یو غښتلی اسلامي حکومت کولای شي پرستونزو برلاسی شي.
د کنفرانس ټول ګډون کوونکي او خواوې د افغانستان په بنیادی بنسټونو، دفاعي او نورو ملی نهادونو چی د ټولو افغانانو ملکیت دی، د سولی د توافق څخه وروسته په دې برخو کې په سمون ټینګار کړی دی.
له اعلامې وروسته تبصره کوونکو باور همدا دی چې مسکو په مېز بحث په ملي مسایلو شوی او راتلونکې کې به حکومت هم د دې خبرو برخه وګرځي خو د خلکو او حکومت همکاري یوه اړتیا ده.
ټاکل شوې بله ناسته په قطر کې جوړه شي چېرته چې طالبانو او امریکا پر افغان سولې ۶ ورځې خبرې وکړې.
خو د اندېښنې وړ خبره داده په هغو ناستو کې چې اصلي خواوې نه وي شاملې د سولې له پروسې سره مرسته نه شي کولای او دې لپاره ټینګار همدا کېږي چې طالبان او حکومت باید مخامخ خبرې وکړي.