Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د افغان سولې په تړاو د مسکو غونډه پای ته ورسېده

admin by admin
2019/02/07

په مسکو کې د افغان سولې په تړاو دوه ورځینۍ ناسته پای ته ورسېده.

مسکو دوه ورځې د حکومت د وسلوالو او سیاسي مخالیفینو د ناستې کوربه و هغه ناسته چې طالبانو او د افغان حکومت منتقدینو په کې مخامخ سرخلاصې خبرې وکړې اوګډون والو یې په دوام ټینګار درلود.

دا د ۱۷ کلنې جګړې د پای پرسر ډیالوک و چې د جګړې له اړخه طالبان و، خو د افغان حکومت استازی پکې نه و.

دا ښایي په افغانستان کې د امریکا د اوږدې جګړې د پای یو څرک وي، خو اساسي ستونزه پرځای پاتې چې طالبان د افغان حکومت سره خبرې نه کوي او د حکومت مرکچي پلاوی ډېرو ته د منلو نه دی.

په غونډه کې ډېر داسې مشترکات ولیدل شول چې طالبان او سیاسیون په کې ستونزه نه لري.

د مسکو د غونډې ګډونوالو د سولې لپاره د ورته غونډو په  دوام ټینګار کړی او باور لري چې دا ناسته به د سولې خبرو ته ور پرانیزي.

طالبانو او سیاسیونو په دوه ورځینو خبرو کې د ستونزې حل سیاسي مذاکرات بللي دي.

د طالبانو مرکچي پلاوي د خپلو هغو خبرو سپیناوی ورکړ چې ویلي وو، امنیتي ځواکونه به منحل شي.

طالبان په مسکو کې د افغان حکومت له سیاسي مخالفینو سره د ناستې راضي ښکاري خو په قطر کې د اسلامي امارت د دفتر مشر خپلې هغه خبرې بېرته اخیستي چې ویلي وو له سولې وروسته به اردو منحل کېږي.

د مسکو له ناستې دا پایله ډېره محسوس کېږي چې طالبان به د افغان حکومت سره هم خبرو ته تیار شي.

د مسکو د ناستې له جوړېډو روسې انکار کړی او دا غونډه یې د په روسیه کې د میشت افغانانو نوښت بللی دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist