روان کال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي درې زره قضیې څېړل شوي.
روان کال لوی څارنوالۍ د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي نږدې درې زره قضیو ته رسیدګي کړې.
د تاوتریخوالي په قضیو کې بیلابیلو ډولونه شته چې ډيری یې په کابل، هرات او بلخ ولایتونو کې ثبت شوي دي.
نورستان هغه ولایت دی چې د تاوتریخوالي قضیه پکې نه ده ثبت.
د لوی څارنوالۍ مالومات ښيي چې سږ کال د نورو کلونو په پرتله د ښځو پروړاندې تاوتریخوالی زیات و.
لا هم افغانستان هغه هېواد دی چې له یو کال څخه بل کال ته د تاوتریخوالي قضيي په کې زیاتیږي.
د لوی څارنوالۍ د ۱۳۹۷ کال مالومات ښيي چې د تېرو کلونو په پرتله د ښځو پروړاندې تاوتریخوالی زیات و چې نږدې درې زره قضیو ته رسیدګي شوې او عاملین یې په سزا رسیدلي دي.
هغه شمېرې چې لوی څارنوالۍ د رسنیو په واک کې ورکړي، ښکاري چې کابل د ښځو لپاره د تاوتریخوالي لومړی ، هرات دویم او بلخ دریم ولایت دی.
لوی څارنوالۍ ډاډ وښود چې هر هغه ښځې چې مراجعه ورته کړې، قضیه یې ورته ثبت کړې او رسیدګي یې ورته کړې ده.
له دې سره لوی څارنوالۍ د ۱۸۰ وړیا شمېره فعاله کړې چې خلک کولای شي، خپل شکایتونه تر لوی څارنوالۍ پورې ورسوي.