Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د اقتصاد او سولې انسټېټيوټ: افغانستان لا هم له ترهګرۍ د زيانمنو هېوادونو سر کې دی

د اقتصاد او سولې انسټېټيوټ: افغانستان لا هم له ترهګرۍ د زيانمنو هېوادونو سر کې دی

admin by admin
2023/03/16

د اسټرالیا سولې او اقتصاد انسټېټیوټ د نړۍ په ۱۶۳ هېوادونو کې ترهګریز فعالیتونه، مرګژوبلې او بریدونه څېړلي او د دې برخې تېر ۲۰۲۲ کال شمېرې یې خپرې کړې دي.

په راپور کې ویل شوي،چې د یادو ټولو هېوادونو له ډلې په ۱۲۱ هغو کې د ترهګرۍ له  امله هېڅ مرګ ژوبله نه ده رامنځته شوې،خو په ټوله کې د بریدونو، مرګ ژوبلو او ترهګرۍ ځپلو هېوادونو شمېرې له وړم کال سره ډېر لږ توپیر لري.

د شمېرو له مخې، سویلي آسیا کې افغانستان او پاکستان یوازیني دوه هېوادونه دي،چې د ترهګرۍ ځپلو لسو هېوادونو په ډله کې راغلي دي.

افغانستان تېر کال هم  د څلورم پرلپسې ځل لپاره د دې هېوادونو په سر کې وه.

د راپور یوه برخه:« ۲۰۲۲ کال کې افغانستان کې که څه هم بریدونه ۷۵ او مرګ ژوبله ۵۸ سلنه راکمه شوې وه،خو دا هېواد د څلورم پرلپسې کال لپاره د لسو هغو هېوادونو په سر کې دی،چې تر ټولو ډېر ترهګرۍ ځپلي دي. افغانستان کې د تېر کال ګواښونه د داعش او مقاومت وسله‌والې ډلې لخوا شوي دي.» 

راپور کې ویل شوي،چې افغانستان له ۸۶۶ ترهګریزو بریدونو سره د وړم کال په څېر په خپل ځای پاتې دی،خو پاکستان له نهم شپږم ځای ته پورته تللی دی. 

دغه راز راپور کې وړاندې راغلي،چې دغه هېواد کې د ترهګری له امله د مړینو په شمېر کې د وړم کال په پرتله ۱۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی،چې ډېره برخه یې د بلوڅ آزادۍ پوځ لخوا ترسره کیږي.

د ترهګرۍ له امله د نړۍ ډېر ځپل شوي هېوادونه او سیمې دا دي.

د راپور یوه برخه:« افغانستان، بورکینا فاسو، سومالیا، مالي، سوریا، پاکستان، عراق، نایجریا، میانمار او نایجر هېوادونه او په افریقا کې د ساحل سیمه تېر کال د ترهګرۍ اصلي مرکز وه. دغه سیمه کې د نړۍ د بل هر ځای په پرتله ډېر ترهګریز بریدونه شوي. تېر کال د ترهګرۍ له کبله ۴۳ سلنه مرګ ژوبله د افریقا په ساحل سیمه کې رامنځته شوې.» 

شمېرې ښیي،چې تېر کال په ټوله نړۍ کې نږدې ۴ زره ترهګریز بریدونه شوي،خو ۳۰ سلنه هغه یې بیا ترهګرو ډلو پورې تړاو نه لري.

د اسټرالیا په دې راپور کې تېر کال داعش او ورته منسوبې ډلې تر ټولو مرګونې ډلې ګڼل شوي،چې د نورو په پرتله یې ډېر بریدونه او مرګ ژوبله رامنځته کړې.

د راپور یوه برخه:« داعش ډله په پرلپسې د اتم ځل لپاره، ۲۰۲۲ کال کې هم د نړۍ تر ټولو خونړۍ ډله وه،چې د نورو وسله‌والو ډلو په پرتله یې ډېر بریدونه کړي دي. دې ډلې تیر کال په ۱۸ هېوادونو کې بریدونه کړي. الشباب، بلوڅ بیلتون غوښتونکي او جماعت نصرت الاسلام و المسلیمن په ترتیب نورې خونړۍ ډلې وې.» 

داعش ډلې تېر کال په ټوله نړۍ کې ۱۸۳۳بریدونه کړي،چې په اوسط ډول یې په هر برید کې تر درې کسان وژلي دي.

اروپا او لویدیځ هېوادونه تېر کال له ترهګرۍ تر ټولو خوندي سیمې ګڼل شوې،ځکه هلته یوازې د ګوتو په شمېر بریدونه شوي او مرګ ژوبله یې هم په نېشت حسابه ده.

د راپور یوه برخه:« اروپا کې تېر کال داعش دوه بریدونه کړي. امریکا کې تېر کال ۸ بریدونه شوي،خو هېڅ برید یې ترهګرو ډلو پسې اړوند نه دی. بریتانیا کې څلور بریدونه شوي،خو مرګ ژوبله نه لري. لودیځ کې اوس له  مذهبي اړخه پارول شوي بریدونه صفر ته رسیدلي او شوي بریدونه ټول ایډیالوژیک لاملونه لري.» 

تېر کال ۸۸ سلنه بریدونه او نږدې ۱۰۰ سلنه مړینه هغو هېوادونو کې شوې،چې جګړې پکې روانې دي.

د راپور په موندنو کې ویل شوي،چې بورکېنا فاسو له ۱۱۳۵ او پاکستان له ۶۴۳  مړېنو سره تېر کال د نړۍ یوازیني هېوادونه وو،چې مرګ ژوبله پکې پورته تللې وه.

داسټرالیا د سولې او اقتصاد انستیتیوت دغه راپور داسې مهال خپروي،چې د سیمې او نړۍ هېوادونه د افغانستان له خاورې اندېښنه لري او تور لګوي،چې د افغانستان خاوره یې پرضد ونه کارول شي، په داسې حال کې چې راپور افغانستان لاهم د ترهګرۍ ځپلو هېوادنو په سر کې بللی دی.

د دغه راپور په یوه څنډه کې ویل شوي، نړۍ کې دمګړۍ ۸۳۰ میلیونه خلک د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي او له دې ډلې یوازې ۵۸ سلنه یې په هغو ۲۰هېوادونو کې اوسيږي،چې جګړې په کې روانې دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist