د اسلامي امارت له لوري له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو او په غیر دولتي کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځو د کار په تړاو وروستۍ پرېکړې له پراخو غبرګونونو سره مخ دي او ګڼو نړیوالو موسسو پرافغان ولس بشري مرستې درولي دي.
اسلامي امارت ټېڼګار کوي،چې نړۍ باید بشري مرستې سیاسي نه کړي او بشري مسایل دې له سیاست سره نه تړي.
خو د سیاسي چارو شنونکي بیا په دې باور دي،چې له افغانستان سره ټولې بشري مرستې د سیاسي طرحې په اساس کیږي او د یوه سیاسي میکانیز له لارې راځي .
دوی وايي، د افغانستان منزوي کول او حکومت یې په رسمیت نه پيژندل سیاسي کار دی،چې د نړۍ د زبرځواکو هېوادونو له ادرس کیږي.
دغه راز دوی وايي، اوس اسلامي امارت ته پکار ده،چې د یوه داسې میکانیزم له لارې مخ ته ولاړشي،چې پایله کې یې افغانستان له نړیوالې سیاسي او اقتصادي انزوا ووځي.
د سیاسي چارو شنونکی هاتف مختار وايي:« افغانستان ته هېڅ داسې بشري مرسته نه راځي،چې هغه تر یوې سیاسي طرحې او میکانیزم له لارې نه وي او د افغانستان انزوا هم یوه سیاسي معضله ده او د اسلامي نظام پر رسمیت نه پيژندل هم سیاسي مسله ده،چې د زبرځواکو هېوادونو له ادرسه ده. غوره لار داده،چې اسلامي امارت دې په داسې یوې درېیمې لارې کار وکړي،چې په پایله کې یې افغانستان له نړیوالې سیاسي او اقتصادي انزوا ووځي.»
ځینې نور بیا وايي، له اسلامي امارت او له نړیوالو یې غوښتنه داده،چې پرافغان ولس دې سیاست نه کوي.
دوی وايي، افغان ولس له بل هر وخت اوس بشري مرستو ته ډېره اړتیا لري او نړیوال دې بشري مرستې سیاسي مسایلو پورې نه تړي.
دوی په دې باور دي،چې په اوسنیو شرایطو کې افغانان هم د سرپرست حکومت او هم د نړیوالو مرستو ته جدي اړتیا لري.
د مخکېني حکومت د ولسي جرګې غړی کمال ناصر اصولي وايي:« په فعلي سختو حالاتو کې هر نوع بشري مرستې نباید چې سیاسي مسایلو پورې وتړل شي. د افغانستان خلک له بل هر وخت اوس ډېر نړیوالو مرستو ته اړتیا لريږ افغان دولت نباید ولس د خپلو کړنو ښکار وګرځوي او د نړیوال مشروعیت لپاره ترې استفاده وکړي. افغان ولس په اوسنیو شرایطو کې هم د سرپرست حکومت او هم نړیوالو جدي مرستو ته اړتیا لري.»
له بل لوري ټوله نړۍ که هغه اسلامي او غیر اسلامي هېوادونه دي، په افغانستان کې د نجونو لپاره زده کړې غواړي، هغه څه چې افغانان یې هم غوښتونکي دي.
د سیاسي چارو شنونکی سرور نیازی وايي، اوس سرپرست حکومت ته په کار ده،چې د خپلو ولسونو او هېواد وضعیت درک کړي او پر ښځو او نجونو لګېدلي بندیزونه لرې کړي.
نیازی زیاتوي:« ټوله نړۍ که هغه اسلامي او غیر اسلامي هېوادونه دي،په افغانستان کې د ښځو لپاره د زده کړو غوښتونکي دي او غواړي چې پر ښځو لګېدلي بندیزونه لرې شي.»
بل پلو د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند بیا وايي، په اوسنیو شرایطو کې افغانستان د تاریخ پرڅنډه ولاړ دی، که شوې تېروتنې سمې نه شي، نو یوځل بیا به افغانستان خپل تیر تاریخ تجربه کړي او د یوې بلې جګړې پر ډګربه بدل شي.
هغه زیاته کړه:« موږ د تاریخ په داسې یوه څنډه کې ولاړ یو،که چیرې موږ خپلې تېروتنې سمې نه کړو،نو د تاریخ په تکرار به اخته شو او افغانستان به یو بلې جګړې ته ولاړ شي .»
سره له دې چې د افغانستان نوی نظام د هېڅ هېواد له لوري پر رسمیت نه دی پيژندل شوی،خو په کوردننه وروستیو پریکړو،چې له مخې د ښځو پرکار بندیز ولګول شو او د نجونو زده کړې وځنډول شوې، د کابل او نړۍ ترمنځ یې واټن زیات کړ.