که څه هم د افغانستان اوسنی سرپرست حکومت د هېڅ هېواد له لوري پر رسميت نه دی پیژندل شوی،خو د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، د کابل غیر رسمي اړیکې له نړۍ او سیمې سره په ښه توګه پرمخ روانې دي.
دوی وايي،له کابل سره د اړیکو په برخه کې د واشنګټن له وروستي نرم دریځه داسې ښکاري،چې نړۍ له افغان حکومت سره تعامل ته نږدې شوې.
د دوی په باور، نوره نړۍ امریکا او روسیې ته په تمه ده،چې له افغانستان سره خپل تعامل رسمي کوي او که نه او په خبره یې، د رسمي کیدو په صورت کې به ټوله نړۍ افغان حکومت پر رسمیت وپیژني.
د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي:« ډېری هېوادونه امریکا ته ګوري،که چیرې امریکا د افغانستان حکومت پر رسمیت وپیژني، نو دوی یې خامخا پیژني،لکه مخکې چې امریکا له طالبانو سره د سولې خبرې پیل کړې،نورې نړۍ یې ملاتړ وکړ. نړۍ امریکا او روسیې ته ګوري،که دوی اقدام وکړي،د دوی پلوي هېوادونه هم افغانستان پر رسمیت پیژني او ظاهرآ راکړې ورکړې او تعامل له نړۍ سره په ښه توګه روان دی .»
ځینې بیا له کابل سره د امریکا وروستی نرم دریځ سیاسي لوبه ګڼي،خو غوښتنه یې داده،چې افغان چارواکي باید دغه لوبه پر فرصت بدله کړي او د افغانستان په ګټه یې راوڅرخوي.
دوی وايي، له افغانستان سره د نړۍ اوسني تعامل اړیکو ته،چې غیر رسمي دي، خاموشه رسمیت پیژندنه وايي او پر وینا یې اوس افغان حکومت ته په کار ده، چې د نړۍ هغه ټولې پلمې او اندېښنې ځواب کړي،چې د رسمیت پیژندنې لپاره یې د شرط په توګه وړاندې کوي.
د دوی په خبره، د بشري حقونو ساتنه،دښځو کار او زده کړو حق او همداراز له نړیوالو ترهګرو ډلو سره د اړیکو پریکون هغه شرایط دي،چې نړۍ پرې ټینګار کوي.