دوی همدراز وايي، تیرو جګړو او وچکالۍ سخت ځپلي،خو چا تر اوسه پورې ورسره مرسته نه ده کړې.
هلمند کې میشت یو تن کوچی وايي:« ځمکه نه لرو. څوک نه لرو،چې غم مو وخوري. خلک ښه وضعیت راسره نه کوي. ډېری څاروي مو له لوږې او تندې مړه شول.»
هلمند کې میشت یوبل کوچی جمعه خان بیا وايي:« ګڼې ستونزې لرو. د څارویو لپاره څړځایونه نه لرو.ځمکه نه لرو،چې کور پرې جوړ کړو. دا زموږ ژوند دی.»
هلمند کې میشت کوچی الله داد وايي:«وروره! نه لاره لرو،نه ځمکه لرو،نه مو څوک پر ځمکه پرېږدي. هېڅ هم نه لرو، نه خواړه او نه هم اوبه.»
په هلمند کې د کوچیانو امر مولوي محمد ګل هم دا مني،چې کوچیان له زیاتو ستونزو سره مخ دي،چې لویه ستونزه يې د پېژندپاڼو نه ویش دی او پر وینا یې دامهال یوازې ۴۰ سلنه کوچیان پيژندپاڼې لري.
محمد ګل وايي،له لسیزو راهیسي کوچیانو ته هیچ اساسي کار نه دی شوی،خو پر وینا یې هڅه کوي،چې د هلمندي کوچیانو ستونزې هوارې کړې.
هغه زیاته کړه:« په هلمند کې کوچیان له وچکالۍ سره ډېر مخ دي. کوچیان د څښاک پاکې اوبه نه لري. کوچیان ښوونځي نه لري. مدرسې نه لري. کلینیک نه لري. په ځینو ولسوالیو کې کلینیکونه د عامو خلکو لپاره شته دي، خو د کوچیانو لپاره نه شته دي.»
د هلمند کرنې او مالدارۍ ریاست د څړځایونو عمومي مدیر هم مني،چې کوچیان ستونزې لري، خو په خبره یې ډېر ژر به د موسسو پر همکارۍ د هغوی لپاره د څښاک پاکو اوبو او د کوچیانو ریاست اړوند شته ستونزو ته هم رسیدنه وکړي.
د کوچیانو ژوند هلمند کې د تېر دولت پر مهال هم ښه نه وو، ځکه هغه سیمې چې کوچیانو به د خپل ژوند تېرولو لپاره غوره کولې، ډېری وختونه په جنګي کمربندونو بدلې شوې وې، چې له امله به يې دوی( کوچیان) له سختیو سره مخ ول.