ازبکستان د شانګهای د همکاریو سازمان د دوه ورځنۍ سرمشریزې کوربه وه،چې افغانستان یې څارونکی غړی دی.
سره له دې چې د اوکراین جګړې د افغانستان پر وضیعت اغیز کړی دی،خو بیا هم د اجندا یوه مهمه برخه وه.
ناسته کې د ګډون لپاره د افغانستان له اړخه څوک نه وو وربلل شوي،خو د دې سازمان اکثره غړي په دې هېواد کې روان وضعیت ته اندېښنه لري.
د شانګهای همکاریو سازمان اکثرو غړو په افغانستان کې روان بشري، سیاسي او اقتصادي وضعیت ته اندېښنې څرګندوي.
د شانګهای همکاریو سازمان عمومي منشي ژانګ مینګ وايي:« د سیمې ثبات په افغانستان کې له سولې او ثبات سره تړلی دی او افغانستان کې باید یو داسې پراخ بنسټه حکومت،چې د ټولو قومونو، مذهبونو او سیاسي ډلو استازیتوب وکړي، رامنځ ته شي.»
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف چې د شانګهای کنفرانس ته یې وینا کوله، له نړیوالو غوښتي دي،چې افغانستان هېر نه کړي.
هغه زیاته کړې:« نړۍ باید افغانستان کې د وضعیت ښه والي په موخه له یو بل سره همکاري وکړي او افغانستان باید له پامه ونه غورځول شي.»
ترکیې، چین او روسیې بیا له افغانستان سربېره زیات تمرکز پر واکراین کړی ده.
دغو هېوادونو ویلي ،اوکراین کې باید جګړه پای ته ورسیږې او سیمه ییزې هڅې چې تجارت او ترانزییټ یې مهمې برخې دي کار وشي
اخوا د سیاسي کارپوهان د سیمې هېوادونو اندېښنو ته په کتو بیا وایي،د شانګهای غړو هېوادونو باید د افغانستان د استازو په حضور کې پرېکړې کړې وې.
د سیاسي چارو کارپوه یحی چاووش وايي:« اړتیا ده لکه دا ډول کنفرانسونو کې چې د ترهګرۍ ضد بحث په کې کېږي او د منځنۍ اسیا هېوادونه د داعش او نورو ترهګرو ډلو په تړاو اندېښنه لري نو د اسلامي امارت استازي باید په کې ګډون ولري.»
د سیاسي چارو کارپوه شیر حسن حسن وايي:« خپله د اسلامي امارت مشرانو د رسمیت پېژندنې لپاره هېڅ هم نه دي کړي.»
افغانستان په ۲۰۱۲ کال کې د شانګهای څارونکی هېواد شو،خو دا لومړی ځل دی،چې ناسته کې د افغانستان په تړاو چا ته د ګډون اجازه ورنه کړل شوه.