یون،چې ډېری یې له هېواده وتلي دي او ځینې پر کوردننه دي،په یوه ټغر سره راټول کړي او له هغې وروسته دې له نړۍ سره د سیاسي اړیکو پر ټینګښت کار وکړي.
دوی وايي، د واک ټولییز انحصار کولای شي،چې د هغو جنګسالارانو،چې اوس په بهر کې اوسیږي او تازه یې د اسلامي امارت ضد ایتلاف جګړی،نور هم له تبلغاتي پلوه پیاوړی کړي.
د ولسي جرګې پخوانی غړی کمال ناصر اصولي وايي:« په زور د قدرت انحصار افغانستان یو بل جنګ ته داخلوي،پخوانیو جنګسالارانو هم یو اتحاد اعلان کړ او که د قدرت انحصار همداسې تداوم پیدا کړي،د دوی پخواني پلویان هم هماغه جنګسالارانو پسې ځي،چې قیمت به یې ولس پرې کوي ښه داده،چې خپله غیږ خلاصه کړي داخلي مشروعیت واخلي او قانون جوړ کړي،چې له مخې د خلکو اجتماعي او سیاسي حقوق تامین شي.»
کارپوهان وايي،پخواني سیاسیون هم ځینې ښه نظرونه لري او باید حکومت یې هغه خبرې واوري،چې مثبتې دي او ګټه ترې اخېستل کیږي .
د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي:« د پخواني سیاسیونو ښیې خبرې باید واورېدل شي او اوسنی حکومت هم مشورې او نظریو ته اړتیا لري . ښه ده،چې خبره یې واوري.»
د سیاسي چارو کارپوه سرور نیازی بیا وايي، اسلامي امارت ته په کار ده،چې د پخواني حکومت ټول مسلکي کادرونه پر دندو وګوماري او ترې ګټه واخلي،چې له دې سره هغه نیوکه هم له منځه لاړ شي،چې د ټول شموله تر نامه لاندې اسلامي امارت ته نیول کیږي.
نیازی زیاتوي:« طالبانو ته په کار ده،چې ټول مسلکي کسان او پخواني سیاسیون باید راخپل کړي او په نظام کې یې شامل کړي،ځکه په زور او جبر حکومت کول په افغانستان کې ښې پایلې نه لري.که داسې وي، نو بیا ځینې خلک د بهرنیو په ټانکونو سپاره راځي.»
خو افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي بیا وايي، له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون له لارې ګڼ شمیر پخوانۍ سیاسې څیرې او چارواکي بېرته هېواد ته راګرځیدلي دي او دغه لړۍ دوام لري.
کریمي وايي، هغه کسان،چې په بهر کې خپل منځۍ مجازي ناستې کوي او پر جګړې ټینګار لري،دوی په ولس کې ځای نه لري او نه هم ورته د نا امنۍ جوړولو اجازه ورکول کیږي.
هغه زیاته کړه:« کله چې په هېواد کې یو نیم لک اشغالګر ځواکونه پراته و،هغه وخت دوی ارامه او خوشحاله ول او اوس د څه لپاره د امنیت اخلال کوي او هغه څیرې چې دوی ولس استفراق کړي دي او له هېواده تښتیدلي دي،په ولس کې ځای نه لري او څوک اجازه هم نه ورکوي،چې د خلکو امنیت خراب کړي.»
د حزب اسلامي مشر انجنیر ګلبدین حکمتیار،پخوانی ولسمشر حامد کرزی او د مخکېني حکومت د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د هغو پخوانیو سیاسیونو له ډلې دي،چې داسلامي امارت په راتګ سره په خپل هېواد کې پاتې شوي،خو په لویو هېوادنیو مسایلو کې ورسره هېڅ ډول خبرې او سلا مشورې نه دي وشي.
عبدالله عبدالله خو لا تراوسه هېڅ ډول رسمي نظر،چې هغه د اسلامي امارت له کړنو سره موافق او یاهم مخالف وي نه دی ورکړی،خو حامد کرزی او ګلبدین حکمتیار بیا وخت نا وخت داسلامي امارت پرځینو کړنو او پریکړو نیوکې کوي،خو غبرګون نه لري.