د اقتصادي چارو کارپوهان بیا په دې اند دي،چې د دغو ډول مرستو پرځای باید هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي،ترڅو خپل عواید په خپله پيدا کړي.
د صنعت کارانو ټولنې مشر جبارساپی وايي:« زما غوښتنه له اسلامي امارت او په ځانګړي ډول له مرسته کوونکو که هغه امریکا ده او که نړیوال دي،چې پر هغه پروژو افغانستان کې پانګه وکړي،چې هغه کې زموږ د خلکو لپاره کار پیدا شي او زموږ د اقتصاد ملاتړ وشي او موږ له اقتصادي ناورینه ووځو.»
بل لور ته بیا ځینې په دې باور دي،چې لویو پروژو باندې باید کار پیل شي،ترڅو اقتصادي برخه تقویه شي.
د اقتصادي کارپوه نور الله عزیز وايي:« که چېرته د دغو مرستو لړۍ بهیر په هغو برخو باندې متمرکز شي، کوم چې تولیدي اقتصاد تقویه کوي، نو دا به وکولای شي،تر ډیره بریده خلکو ته د کار زمینه برابره کړي. په کومه اندازه،چې خلکو ته د کار زمینه برابره شي،خلک کولای شي د خپلو عوایدو په مرسته باندې پر دوام داره توګه د ژوند اساسي ضرورتونه پوره کړي.»
له افغانستان سره د نړیوالو او امریکا له خوا د اسلامي امارت په راتګ سره ډېری مرستې وشوې،چې د اقتصادي چارو کارپوهان دغه ډول مرستې د افغانانو او هېواد لپاره دایمي حل نه بولي او زیاتوي،چې د مرستو پرځای دې په لویو بنسټیزو پروژو پانګونه وشي.