د افغان سولې پروسې به نسبي پرمختګونو سره یو ځای د ناټو او امریکا دوه متضادې څرګندونې.
د طالبانو او امریکا د سولې د خبرو له بندیدو وروسته دې پر طالبانو پوځي فشارونه زیات شي.
له ملي شورا وروسته دا ټینګار تحلیل کوونکي هم لري چې کولای شي طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر کړي.
که څه هم له یوې خوا امریکا د سرتېرو د ایستلو په پلان کار کوي، خو ناټو ویلي چې د افغانستان وضعیت ښه نه دی او پلان به یې بدل نه شي.
له یوې خوا امریکا ویلي چې له افغانستان څخه د سرتېرو د ایستلو په پلان غور کوي، خو له بلې خوا بروکسل کې د ناټو د پوځي کمېټې غړو د افغانستان وضعیت ښه نه دی یاد کړی او ټینګار يې کړی چې پلان به نه بدلوي.
له دې سره یو ځای په افغانستان کې تحلیل کوونکي باور لري چې امریکا به د سرتېرو شمېر کم کړي، خو په بشپړ ډول ځکه پوځي ماموریت نه ختموي چې موخې یې پاتې دي چې باید ورته ورسیږي.
د امریکا او ناټو متضادو څرګندونو ته په کتو باور کیږي چې د امریکا تله درنه ده او هر هغه پریکړه چې امریکا یې د افغانستان په تړاو کوي، ناټو به یې مني.
خو ټوله کې ټینګار دا دی، که طالبان د سولې له خبرو تېښته کوي، اړتیا ده چې تر فشار لاندې ونیول شي.
اوس چې د سولې پروسې ډيره تمه امریکا ته کیږي، داسې ښکاري چې امریکا هم له طالبانو سره په ځینو مواردو هوکړه نه کوي.
له دې سره یو ځای افغان حکومت په ټینګار سره وایي چې هیڅ پروسه به افغان حکومت له مشرۍ او مالکیت پرته بریالۍ نه شي.