خو دغه خطرونه لا هم نه دي وروستي شوي او په ګڼو هغو ولسوالیو کې،چې د تېرې اوونۍ سېلابونو ځپلي،د بیا سېلاب راتلو احتمال یې شتون لري.
بټي کوټ ولسوالي،چې له بل هر ځای ډېره سېلابونو ځپلې،اوسېدونکي یې وایي،سېلابونه بې مسیره شوي او د اوسېدو په سیمو یې له دې امله لارې جوړې شوي،چې د خوړونو غاړو ته استنادي دېوالونه شتون نه لري.
دوی وايي، که حکومت او موسیسات یاده ستونزه جدي ونه ګڼي او استنادي دېوالونه جوړ نه کړي،د سېلابونو په بیا ځلې راوتلو به یو لوی انساني ناورین رامنځ ته شي.
د بټي کوټ ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي:« که بیا سېلاب راشي، نو ټول کلي به یوسي. سل په سلو کې دا کلي له منځه ځي. د سېلابونو مخنیوي لپاره دې استنادي دېوالونه جوړ شي او مخه دې ونېول شي.»
په یو شمېر سیمو کې چې د تورخم جلال اباد لوی لاره هم د سېلابونو له امله ګواښ سره مخ ده او که د سېلابونو مخ ترې وانه ړول شي،د یادې لارې ګڼې برخې به وېجاړې کړي.
خلک وايي، د تورخم جلال اباد لوې لارې تر څنګ د درې ګونو دولتي فارمونو له منځه تلو وېره هم شته دی،چې اوس مهال ترې هر کال د دولت خزانې ته میلیونونه افغانۍ عاید ورځي.
د ننګرهار ولایت یو تن اوسېدونکی وايي:« دغه سړک عمومي عامه لاره ده. تاسو یې ګورئ،چې دا هم خراب شوی دی. ډېر زیات زیان ورته رسېدلی دی. دا پل اوس مهال د غورځېدو په حال کې دی. که چېرې دولت ژر د دې غم ونه خوري،نو دا پل به هم له منځه ولاړ شي.»
د سېلابونو د راتلوونکو خطراتو خبره د بټي کوټ ولسوال مولوي محمد شعیب شمشاد ته تائیدوي او وايي، ستونزه یې له مرکزي مسوولینو سره شریکه کړې.
شعیب پر همکارو موسیساتو هم غږ کوي،چې په هغو سیمو کې دې استنادي دېوالونه جوړ کړي،چې سېلابونو تخریب کړي.
شعیب زیاتوي:« څلور پنځه سمیې لرو،چې استنادي دېوالونه یې جوړ شي. اوس،چې کوم سېلابونه راوتلي، که بیا ځلې د دې په نیمايي هم راشي، نو له نیمې زیاته به د بټي کوټ ولسوالۍ یوسي،ځکه سېلابونو دغه استنادي دېوالونه وړي دي. که چېرې دغه استنادي دېوالونه په معیاري ډول جوړ نه شي، نو ښايي ډېر زیانونه به واړوي.»
په داسې حال کوي،چې د تېرو سېلابونو له زیان لیدوونکو کورنیو سره تر دې دمه د پام وړ مرستې نه دي شوي او ګڼې کورنۍ تر شنه اسمان لاندې پاتې دي، د نورو ورښتونو او سېلابونو راوتلو اټکلونه هم کېږي.