په هلمند ولایت کې د کجکي برېښنا بند د دویم فاز له پرانیستې وروسته، د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي وړمه ورځ کابينې ته په وينا کې په څرګند ډول وويل،له افغانستان له ورغلو اوبو کې خپل حق غوښتونکې دي او هيڅکله له خپل دريځه نه اوړي.
د رئیسي له څرګندونو وروسته د ياد هېواد د اوبو او انرژۍ وزرير وویل، ډېر ژر به افغانستان ته سفر وکړي او د هلمند اوبو کې به د خپل حق په تړاو له افغان حکومت سره خبرې وکړې.
اخوا د سیاسي چارو شنونکي بیا په دې باور دي،چې ایران تل د افغانستان له روانو اوبو د خپل حق زياته کچه اوبه ترلاسه کړي او که محاسبه ورسره وشي،نو د اوبو له درکه ایران د افغانستان ميليادرونه ډالر پوروړی کېږي.
د سیاسي چارو شنونکی شیر حسن حسن وايي:« د کارپوهانو اټکل له مخې، په کال کې یو میلیارد او ۲۰۰ میلیونه متره مکعب اوبه ایران ته زیاتې تللي دي. په تېر وخت کې،چې شااوخوا ۵۰ کاله کېږي، دغه اوبه وسنجول شي او منځنۍ بیه یې له نیم ډالر تر یو ډالر پورې حساب شي، نو ایران په تېرو ۵۰ کالونو کې شااوخوا ۶۰ میلیارده ډالرو پوروړی دی.»
ځینې نور بیا وايي، ايران په دا ډول څرګندونو غواړي،پر کابل فشارونه راوړي او د اوبو د مديريت پر وړاندې خنډونه جوړ کړي.
دوی وايي، افغان حکومت دې له ایرانې لورې سره د يادې ستونزوې حل په موخه تخنيکي بحث وکړي.
د سیاسي چارو شنونکی قریب الرحمن شهاب وايي:« ایران اوس هم له خپل ډېرې اوبه د هلمند له سینده ډېرې زیاتې اوبه ترلاسه کوي. ایران په همدغې دوه مخیتوب سره غواړي،چې په افغانستان کې د اوبو مدیریت پر وړاندې تل ستونزې جوړې کړي،نو ځکه له ایران سره باید تخنیکي بحث وشي او یوازې د اوبو د اندازه ګیرۍ هغه مرکزونه،چې د هلمند سیند په تړون کې یې یادونه شوې، هغه باید جوړ شي،له دې پرته دغه مضر ګاونډی په بل هېڅ نه قانع کېږي.»
د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال بیا په دې اند دی،چې ایران او پاکستان نه غواړي،افغانستان خپلې روانې اوبه مهار کړي، د اوبو او برېښنا بندونه پرې جوړ کړي او د برېښنا له اړخه پر ځان بسیا شي.
سنګروال زیاته کړه:« له بده مرغه، ایران هغه وخت کې،چې په افغانستان کې نا امني وه او دوی په خپله هم نه یوازې ایران دغې ناامنۍ کې لاسوهنه کوله، پاکستان او نورو ګاونډیو هم دا لاسوهنه کوله. دا لاسوهنه یې د دې لپاره کوله،چې هم د کونړ سیند اوبه او هم د هلمند سیند اوبه دوی په وړیا ډول مصرف کړي. که چېرې په افغانستان کې یوه باثباته مرکزي حکومت شتون درلود، نو دوی بیا نه شوی کولای،چې خپل حق زیاتې اوبه ترلاسه کړي. نو ځکه اوس ایران دا دعوه کوي،چې هلته وچکالي ده، خو د افغانستان خلک هم ورته ستونزه لري. د افغانستان حکومت ته په کار ده،چې ورته ووايي، یو ګیلاس اوبه مساوي له یو ګیلاس پترولو سره دي.»
د ایران ولسمشر داسې مهال د هلمند سیند کې د اوبو برخې په اړه څرګندونې کوي،چې د افغانستان د اوبو او انرژۍ سرپرست وزير تیره اونۍ رسنيو ته و ویل،د ۱۳۵۱ کال هوکړې پر اساس د هلمند اوبو کې د ایران حکومت حق مني،خو ياد حق د وچکالۍ په کال کميدلی شي.
ايران سره د اوبو پر سر نانندرۍ داسې مهال راپورته شوې،چې درې ورځې وړاندې د هېواد د اوبو او انرژۍ وزارت د هلمند کجکي بريښنا بند دويم فاز پرانېسته وکړه.