کونړ چې له طبیعي سرچینو یو غني ولایت دی،خو اوسېدونکي یې له سخت غوربت رنځ وړي.
په یاد ولایت کې ډېری د کار جوګه ځونان وزګار دي او کورنۍ یې د راتلونکې په تړاو اندېښنه لري.
د دوی په خبره،چې بې کاري له ورځې بلې ته په زیاتېدو ده او د فقر له امله ځوانان جرمي ډلو سره یوځای کیدای شي.
د کونړ یو تن قومي مشر وايي:« د خلکو اقتصادي وضعیت خراب دی. خلک له فقر او غربت سره مخ دي. زموږ سرحدي ولسوالۍ ده، هلته پروژې هم نه شته دی، نو خلک له ډېر عربت سره مخ دي.»
د کونړ یو بل قومي مشر بیا وايي:« کار نه شته دی. خلک بې کاره دي. که همدا ځوانان همدا شان پاتې شي،نو سل په سلو کې پر نورو کړو لاس پورې کوي. خلک له لوږې سره مخ دي.»
د یاد ولایت مرکز اسد اباد ته هر سهار سلګونه ځوانان په دې موخه ورځي،چې ګوندې څوک به یې د کار لپاره له ځان سره بوځي، خو په ورځو ورځو انتظار ورته کار نه پیدا کیږي.
په دغو کاریګرو کې داسې کسان هم شته د ی،چې په تیر حکومت کې یې په دولتي او غیر دولتي ادارو کې دندې لرلې،خو اوس بې روزګاره دي.
یو تن کاریګر وايي:« زه خپله لاس ګاډی چلوم. له سهاره تر ماښامه شااوخوا ۵۰ افغانۍ ترلاسه کوم. ماښام بیا پر دې پیسو کور ته یو څه وړم.»
یو شمېر کورنۍ بیا غربت دې ته اړې کړي،چې خپل کم عمره ماشومان مزدورۍ ته راوباسي.
لس کلن نثار وایي،غواړي زدهکړې وکړي، خو پلار یې ناروغه دی او اړ دی، د کورنۍ لپاره د لاس ګاډي په چلولو نفقه پیدا کړي.
نثار پر مسولینو غږ کوي،چې د کار زمینه دې ورته برابره کړي او له شته کړاو دې وژغوري.
هغه زیاته کړه:« زه لاس ګاډی چلوم. کله د ورځې ۱۰ او کله ۲۰ افغانۍ کار کوم. کورنۍ کې ۱۳ کسان یو، دا پیسې راته بسنه نه کوي. له مسوولینو غواړم،چې راسره مرسته وکړي.»