Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: د اسلامي امارت جنګي ځواک باید راتلونکو ګواښونو ته ځواب وویلی شي

admin by admin
2022/07/14

تر اوسه افغانستان اسلامي امارت د ځان پر وړاندې هېواد کې د ګواښ په نوم د کوم څه شي احساس نه لري،خو د مقاومت د جبهې نږدې درې زره کسانو چمتوالي یو لړ اندېښنې راپورته کړي، چې دې خلکو ته وسله او اعاشه له کومه کېږي؟

د سیاسي چارو شنونکي وايي، د دې ترڅنګ یو بل احتمالي ګواښ شمال کې د هغو طالب قوماندانانو له اړخه محسوس کېږي،چې په خلکو کې نفوذ لري او مرکزي حکومت ته باوري نه ښکاري.

دوی وايي، د قوماندان مهدي راپورته کېدل،د دغو احتمالي ګواښونو ښکاره بېلګه ده. 

د سیاسي چارو شنونکی احمد خان اندړ وايي:« درې زره کسان اعشایې ته اړتیا لري. د دوی لپاره وسله له کومه کېږي. دا باید په خپله مسعود فکر وکړي،چې دا وسله یې له کوم هېواده اخېستې ده؟ افغانانو ته نوره د پردیو هېوادونو غلامي او لاسوهنه د منلو وړ نه ده. موږ همداسې ولیدل،چې د طالبانو په مقابل کې بغاوت کول ډېر ژر ځپل کېږي. لکه څنګه چې د اسلامي امارت د داعش ځپلو کې بریالی دی.همداشان خپل یو تن قوماندان،چې مهدي نومېږي، د هغه په ځپلو کې یې ډېر ژر ګام واخېست.» 

د افغانستان اسلامي امارت ویلي،هر څه تر مدیریت لاندې دي او د اوس لپاره د ګواښونو اټکل ته یوازې د تبلیغاتو په سترګه کتل کېږي.

داعش وسله واله ډله،چې تیرو لسو میاشتو کې یې خونړي بریدونه کړي دي، د افغانستان اسلامي‌امارت یې لوی ګواښ نه بولي.

خو د سیاسي چارو شنونکي بیا ټېنګار کوي،چې طالب ځواکونه باید پر نویو وسلو سمبال شي،چې د ګاونډیانو او د هغوی ورانکاره ډلو ته ځواب ووایي.

د سیاسي چارو شنونکی حکمت الله حکمت وايي:« افغان نوی وسله وال پوځ باید په ملي او اسلامي روحیه،په داسې حال کې چې د ګاونډیانو او زبرځواکونو هېوادونو څخه مبرا وي، په نوي پرمختللیو وسایلو او تخنیک سمبال وي او د هېواد لویو ګټو لپاره ژمنتیا ولري،جوړ شي.» 

ټولو هغو لوري،چې  له اسلامي امارت سره جوړ نه دي لومړنۍ غوښتنه یې د سیاسي خبرو له لارې د افغانستان کړکېچ ته حل لار موندل دي.

د سیاسي چارو شنونکی وايي، د جګړې لپاره مجال نه شته دی او اسلامي امارت باید د راتلونکي لپاره د بد او بدتر ترمنځ واقع نه شي،يو ټولشموله حکومت ته غاړه کېږدي.

امریکا او بريټانیا بیا ویلي، افغانستان کې د کومې وسله والې ډلې ملاتړ نه کوي او هغوی چې هڅه کوي، د تاوتریخوالې له لارې سیاسي موخو ته ورسیږي، دوی ورسره نه دي.

اوس به ولیدل شي،چې د افغانستان اسلامي امارت د ټولو نړیوالو بندیزونو سره څنګه کولای شي،خپل حکومت ته دوام ورکړي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی
افغانستان

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی
افغانستان

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي
افغانستان

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري
نړۍ

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې
افغانستان

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist