د افغانستان اسلامي امارت د سوداګرۍ او صنايعو خونې د پکتيکا او خوست زلزله ځپلو لپاره د څه باندې ۳۰ میلیونه افغانۍ راټوله کړې مرسته، د يوې خبرې غونډې پر مهال پيښو ته د رسيدو په چارو کې د دولت وزرات مسوولينو ته وسپارله.
د یادې خونې د عامل مشر شفیق الله عطايي وايي، په راټوله شوې مرسته کې د مرکزي سوداګرۍ خونې له لورې۱۳ میليونه افغانۍ،د کندهار سوداګرۍ خونې له لورې ۱۰ میليونه افغانۍ او پاتې نوره مرسته د هېواد بېلابېلو ولايتونو کې د افغان سوداګرو او پانګه والو له لورې راټوله شوې ده.
عطايي زیاته کړه:« یوازې د افغانستان له مرکزي خونې ۱۳ میلیونه افغانۍ را ټولې شوې. په همدې ډول د هېواد د سوداګرۍ او پانګونې خونې د هڅو په لړ کې له کابو ټولو ولایتي او سیمه ییزو خونو په ځانګړې توګه له هرات خونې اته نیم میلیونه افغانۍ، فاریاب کې یو میلیون افغانۍ، اندخوی کې یو لک افغانۍ، فراه کې دوه میلیونه اووه سوه زره افغانۍ، کندوز کې یو میلیون افغانۍ راټولې شوې او همدارنګه له کندهاره د مرستو ټولونې بهیر لا هم دوام لري.»
د سوداګرۍ او صنایعو خونې غړی خانجان الکوزی بیا وايي، د پکتيا او خوست د زلزله ځپلو لپاره د دولت له لورې د ټاکل شوې بېړنۍ کميټې وغوښتل،چې مرسته دې د تر زيانمن شویو کورنيو پورې په شفاف ډول ورسوي.
الکوزي زیاته کړه:« وروسته هېله مو مولوي صاحب! دا ده،چې موږ خپل مسوولیت د الله ج پر نزد ادا کړ. دا مسوولیت اوس ستاسو دی، چې دا تر مستحقینو پورې ورسوئ. دا پیسې باید هغه چا ته ورسېږي، چې هغه واقعا مستحق وي، هغه چا ته ورسېږي، چې هغه اړمن وي. موږ پر دې باور لرو، چې اسلامي امارت دا کار کوي.»
پېښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزارت د بېړنۍ کميټې مشرشرف الدين مسلم وايي:«اوس چې موږ هلته کومې کمېټې ټاکلي دي، پر هغو بیا نورې مرکزي کمېټې ټکال شوي دي او د هغوی د کار څارنه کېږي. هلته په منظم ډول د خلکو مالونه ثبت کېږي. کورونه لومړی سروې کېږي او بیا وروسته ورته توضیع کېږي. هلته د شکایتو یوه ډله هم لرو، که څوک هغې ته مراجعه وکړي، شکایت یې بیا مرکزي کمېټې ته راځي. بیا هغه اړوند کمېټې راغوښتل کېږي، چې ولې دې کسانو ته حق نه دی رسېدلی؟ نو انشاء لله زه فکر کوم، چې دا هر څه به په شفافه بڼه باندې وي او عادلانه به وي.»
مسلیم وايي، زلزله ځپلو کورنيو ته يې په لنډمهاله توګه سرپناوې جوړې کړي او د دايمي سرپناه جوړلو په برخه کې یې د نړيوالو او افغان پانګه وال مرسته اړينه ده.
هغه زیاته کړه:« له نړیوالې ټولنې او له خپلو ملي سوداګرو مو غوښتنه دا ده،که دې کسانو ته اولیه مرستې هم ورسېږي، بیا هم دې ته اړتیا شته دی،چې دوی ( زلزله ځپلو) ته یوه بنیادي سرپناه جوړه شي، ځکه ژمی راروان دی، بنیادي سرپناوو ته اړیتا ده،چې دوی ته جوړې شي. د څښاک پاکې اوبه ورته برابرې شي. مجهز روغتونونه او کلینیکونه ورته فعاله شي.»
د پکتيا او خوست زلزله ځپلو سره په کوردننه ګڼ شمير هېوادوالو او افغان پانګه والو مرستې راټولې کړې او ځينو بیا تر اغيزمنو سيمو هم رسولې دي.
د پکتیکا او خوست زلزله کې زرګونه کورونه ویجاړ او یا اغیزمن شوي،چې ډېری سیمو ته تراوسه پورې مرستې هم نه دي رسیدلي.