د غونډې وینا والو وویل،زدهکړې د نجونو اساسي حق دی او پر نړیوالې ټولنې او اسلاميامارت یې غږ وکړ،چې د نجونو پرمخ دې د ښوونځیو دروازې خلاصې کړي.
د ښځو حقونو فعاله اینور ازبک وايي:« په اخر کې یو ځل بیا غږ کوو څو د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې خلاصې کړي او نجونې دې د زده کړو له حقه نه محروموي.»
یو شمیر ښځینه فعالانو دعلماوو درې ورځينۍ ناستې ته په اشارې وویل،هېڅ نارینه د ښځو استازیتوب نه شي کولای او څوک دې له نجونو د تعلیم حق هم نه اخلي.
د ښځو حقونو فعاله نازیه سحر وايي:« هر سیاسي افت دې د نسلونو د بېسوادۍ لامل نه کېږي. هر سیاسي ابر قدرت چې په هر مفهوم حاکم وي، پر موږ پورې تړاو نه لري. د ښوونځیو دروازې خلاصې کړئ څو د جهل تراژيدي پای ته ورسیږي. د ښځو په جرم د نیمايي ملت وژنه ممکن نه ده. پوهېږو د دې نیمايي لرې ساتل غیرمستقیم قتل دی خو شونی نه دی. »
مدني فعال محمد رضا میرزايي وايي:« د علم زده کړه له هغو احکامو ده چې د نارینه او ښځو ونډه پکې مشترکه ده. اسلام دین د زده کړو په برخه کې جنسیت نه پلمه کوي. که ځینې ایتونه وڅېړو، هغه ټولیز دي او د ښځو او نارینه وو تر منځ بېلتون نه راولي.»
معترضینو د علماوو درې ورځينۍ ناسته د توقع خلاف وبلله او د نیوکې په توګه یې وویل، دوی ورته کومه هېله مندي نه لرله.
د ښځو فعاله شهلا عارفي وايي:« موږ له دې لویې جرګې هېڅ غوښتنه نشو لرلی، ځکه چې نه په لویه جرګه کې او نه هم د علماوو شورا کې، نه مخکې او نه هم وروسته له دې زموږ لپاره کوم څه نه کوي. یوه کس خپل ځان د ښځو استازی ټاکلی و. دا حماقت ده. ایا یوه ښځه، ښځه درکولی شي که نر؟ که چېرې موږ وګورو دلته ښځې له ګڼو ستونزو سره د بېلابېلو قشرونو پر وړاندې مبارزه کوي. ایا یو نر کولی شي زموږ استازیتوب وکړي.»
د نجونو پرمخ د ښوونځیو تړلو په غبرګون، رابلل شوې ناسته کې نارینه و هم ویناوې وکړې او ښوونیز بهیر نور ځنډ یې د هېواد پر زیان وباله.
د غونډې یو تن ګډونوال ډاکټر حکیم حکمتیار وايي:« د ښوونځیو دروازې دې د نجونو پرمخ پرانیزي. تحصیل وخت او فرصت غواړي او که چېرې د دوی پر وړاندې درې کاله یا هم یو کال ښوونځي خلاص نه وي، ډېر تاوان به وکړي او دا به د جبران وړ نه وي.»