ستانکزي زیاته کړه:« د زده کړو موضوع نن ورځ ډېره ګرمه ده. په رسنیو کې په دې اړه خبرې کېږي. هر هېواد کې چې ۴۰ کاله جګړه تېره شي، هلته به یوازې زده کړې نه بلکې د ژوند ټول اړخونه به متاثر شوي وي. افغانستان کې هم همداشان ده. افغانستان کې تل په دې ۴۰ کالو کې له افراط او تفریط کار اخېستل شوی دی. یو نظام راځي، یو قانون لري، بل نظام راځي، بل قانون لري. خو دا ځل به انشاء الله افغانستان کې د خدای او د هغه رسول قانون پلی کېږي.کوم حقوق چې نر او ښځې ته اسلامي ورکوي، اسلامي امارت هغې ته ژمن دی،چې ورته ورکوي به یې. اسلام علم پر نر او ښځه فرض کړی دی، د علماوو فتواوې شتون لري،هېڅوک له دې انکار نه شي کولای. اسلامي امارت دې ته ژمن دی،چې دواړو نر او ښځو ته د زده کړو زمینه برابره کړي.»
د اسلامي امارت مسوولینو ته هم ستانکزي سپارښتنې لرلې،چې خپلې ادارې د ولس پر وړاندې پرانیستي وساتي.
ستانکزی زیاتوي:«په ځانګړي ډول په رسمي دفترونو کې، هڅه وکړئ، وروڼو چې دفترونو کې خپلو ملګرو طالبانو ته وایم،چې دفترونه مو د عوامو پر مخ خلاص پرېږدئ. البته امنیتي ستونزې به وي، د خپلو قوانینو مطابق کار وکړئ، خو د عوامو پر مخ یې خلاص پرېږدئ. پرېږدئ،چې عوام هرچاته رسېدنه وکړی شي. اصل شریعت هم همدا ده.»
تر ډېره نیوکې شتون لري،چې اسلامي امارت کار اهل کار ته سپارلو کې پاتې راغلی، خو ستانکزی ټینګار لري، چې اسلامي امارت کار اهل کار ته په سپارلو کې ريښتینی دی.
هغه زیاته کړه:«موږ له مسلکي اړخه هېڅ ستونزه نه لرو. مسلکي کادرونه ډېر لرو، په زرګونو. ډاکټران لرو، انجینران لرو، اقتصاد پوهان لرو، ساینس پوهان لرو او ښه ښه علماء لرو. موږ نړیوالو ته احتیاج نه یو.»
افغانستان کې د بیان ازادي هغه څه چې نړیوال یې اندېښمن کړي او په اسلامي امارت نیوکې لري، چې ګواکې د بیان ازادۍ ته درناوی نه لري، خو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین غوښتنه لري، چې د بیان ازادۍ ته باید درناوی وشي.