Skip to content
په افغانستان کې واک ته د سلامي امارت رسېدو سره له کابل سره د ټولې نړۍ سیاسي اړیکې پرې شوې،خو په تیرو لسو میاشتو کې د افغانستان په تړاو سیمه ییزو او نړیوالو ناستو ته تمې وې،چې یو ځل بیا کابل له نړۍ سره رسمي ډیپلوماتیکې اړیکې پیدا کړي،خو تردې مهاله دا کار نه دی شوی.
د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي،له نړۍ سره د رسمي سیاسي اړیکو د ټینګښت لپاره باید د لویې جرګې له لارې د نظام بڼه په ډاګه شي او داسې ولس منلی دولت رامنځ ته شي،چې په اقتصادي او امنیتي برخو کې خلکو ته خدمات وړاندې کړي.
دوی وايي، په افغانستان کې د داسې نظام له جوړېدو وروسته بیا نړۍ له رسمیت پیژندنې پرته بله لار نه لري.
د پخوانۍ ولسي جرګې غړی کمال ناصر اصولي وايي:« کله چې فعلي حاکمان نوعیت د نظام مالوم کړي،د یوې لویې جرګې په ترڅ کې،داسې یوه لویه جرګه چې د افغان ولس په کې شتون ولري او له هغې وروسته ولس منلی دولت جوړ کړي،داسې یو دولت چې ولس ورسره خوشحاله وي، اقتصادي او اجتماعي رفا ولري ولس ورسره خوشحاله وي او دوی د دې جوګه شي،چې د افغانستان له ارضي تمامیته دفاع وکړي،داسې یو دولت که جوړ شي،نړۍ هم بیا اړه ده،چې د رسمیت پیژندنې لړۍ پیل کړي او افغان دولت پر رسمیت وپیژني.»
د سیاسي چارو کارپوه حکمت الله حکمت بیا د نړیوال مشروعیت لاسته راوړلو لپاره له ولس سره ډیالوګ او د سراسري زده کړو د بهیر پیل مهم یادوي،چې باید د دغې سترې موخې ترلاسه کولو لپاره د کورنۍ دندې په توګه ترسره شي.
حکمت زیاته کړه:« د نړیوالې رسمیت پیژندنې لپاره موږ باید ځینې کورنۍ دندې ترسره کړو.دغه کورنۍ دندې د خپل ملت د رضایت او نړیوالې ټولنې د مشروعیت ترلاسه کولو لپاره اړینې دي،له هغې جملې ولس سره ډیالوګ او د ښوونې او روزنې سراسري پروسې پیل یې ترټولو مهم دي.»
ځینې نور بیا وايي، د سیمې او نړۍ پر کچه ځینو ناستو هېله من کړي وو،چې د افغانستان نوی نظام به په رسمیت وپیژندل شي،خو پر کوردننه وروستیو اقداماتو شوې هڅې ننګولي او دوی یې ناهیلې کړي دي.
د سیاسي چارو کارپوه سید بلال فاطمي و ايي:« د افغانستان په تړاو د نړیوالو کنفرانسونو د جوړېدو او په ځانګړې توګه د بیجینګ له ناستې وروسته دغه هېله پیدا شوې وه،چې دافغانسان د رسمیت پیژندنې پر لور به نړۍ کوټلي ګامونه واخلي،خو د داخلي ناببرو اقداماتو له کبله هرڅه متاثر شول،هغه پایله چې هېله یې وه، لاسته رانغله.»
د افغانستان اسلامي امارت بیا تل ټینګار کړی دی، ټول هغه معیارونه چې د یوه حکومت د رسمیت پیژندنې لپاره مهم وو،برابره کړي دي او سربېره پردې د اروپايي ټولنې او د اسلامي همکاریو سازمان د دفترونو ترڅنګ ۱۳ هېوادونه په کابل کې فعال سفارتونه هم لري.