ویجاړوونکو سېلابونو د مرکز ایبک ښاریانو ته د سر او مال زیانونه اړولي.
سېلاب ځپلي خلک خپلو نړېدلو کورونو ته اندېښمن دي او له حکومت او مرستندویه ټولنو پر بېړنیو مرستو سربېره، د سرپناه چمتو کولو غوښتنه کوي.
سېلاب ځپلی نجیب الله وايي: « له دولت غوښتنه کوم چې موږ ته د رسېدلو زیانونو په جبران کې همکاري وکړي. موږ خوراکي او غیر خوراکي توکي او د کور وسایل له لاسه ورکړي.»
یوشمېر زیانمن شوي خلک وايي، ټوله شتمني یې د سېلاب په اوبو لاهو شوې او کنډوالې ورپاتې دي.
یوه سېلاب ځپلې مېرمن وايي: « سېلاب زموږ کور ویجاړ کړی او خوراکي توکي یې له منځه وړي. ما یوازې دومره وکړل چې خپل ماشومان مې له کوره و ایستل. له حکومت غوښتنه کوم چې زما کور راته جوړ کړي او مرسته راسره وکړي.»
په سمنګانو کې ځايي چارواکي د اوښتو زیانونو په اړه وايي، ایبک ښار کې شدیدو سېلابونو د یوې کورنۍ د ۳غړیو ژوند ترې اخستی او دغه راز یې ۴ نور کسان ژوبل کړي دي.
د دوی د معلوماتو له مخې، د ایبک ښار سېلابونو شاوخوا ۳۰۰ کورونه په بشپړ او نسبي ډول ویجاړ کړي دي.
سمنګان کې له پېښو سره مبارزې ریاست وايي، له سېلاب ځپلو سره د مرستو او همکارۍ چارې پيل شوې دي.
د سمنګان ولایت پېښو سره مبارزې ریاست کې پېښو ته د رسېدنې آمر ملا شېرجان متقي وايي: « په سمنګان ولایت کې په پرله پسې توګه سېلابونه راوتلي چې له امله یې ۸۱ کورونه ویجاړ شوي، درې تنه شهیدان لرو. همدارنګه د تازه بارانونو له امله ۳۰۰ کورنۍ زیانمنې شوې، خو زموږ سروې ادامه لري چې ښايي شمېرې له دې هم لوړې شي.»
پېښو سره مبارزې لپاره د چمتوالي ملي ادارې د معلوماتو له مخې، د هېواد په کچه تېرو۲۴ ساعتونو کې د سېلابونو راوتلو له امله ۱۳ تنو ژوند بایللی او ۱۳ نور ژوبل شوي دي.
همدارنګه سېلابونو ۱۵۷ کورونه په بشپړه توګه او شاوخوا ۱۳۰۰ نور نیمه تخریب کړي دي.