کریمي زیاتوي، بهرنی سیاست یې پر تفاهم او مذاکرې ولاړ دی او له همدې لارې د اروپايي ټولنې ترڅنګ د ګڼو هېوادونو سیاسي استازي پر کابل رامات کړي دي.
خو د سیاسي چارو کارپوهان وايي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له وروستیو دریځونو ښکاري،چې له امریکا او اروپا سربېره د سیمې او ګاونډیو سره نږدې او ښیې اړیکې غواړي،خو د غې موخې ته د رسیدو لپاره داسې پالیسۍ ته اړتیا ده،چې د افغانستان ترڅنګ د مقابل لوریو ملي ګټې هم خوندي کړي.
سیاسي فعاله ډیوه پتنګ وايي:« د افغانستان لپاره دا ډېر زیات اړین ګڼل کیږي،چې داسې بهرنۍ پالیسي رامنځ ته کړي،چې بې طرفه وي او ملي ګټې په کې خوندي وي. افغانستان نه یوازې له پاکستان سره بلکې له هند،چین،روسیې، اروپا او امریکا سره غواړي ښیې اړیکې ولري. پر همدې اساس زیاته اړتیا ده،چې داسې بهرنۍ پالیسي جوړه شي،چې هم د افغانستان او هم د مقابل لوریو ګټې په کې خوندي وي.»
د بهرني سیاست پالیسي د یو هېواد اړین رکن دی،چې د بهرني سیاست دستګاه له لوري پرمخ وړل کیږي او د همدې مهمې موضوع په تړاو مو له بهرنیو چارو له وزارت سره اړیکه وکړه،خو د دغه وزارت مطبوعاتي برخې او دواړه ویندویانو ځواب را نه کړ.