د کندهار ولایت د کرنې او مالدارۍ د ترویج مدیر انجینر محمد الله نوري وايي، تر دې وړاندي په کندهار کې تر ۱۸۰۰ ډېر د کبانو روزلو فارمونو ول، چې د تیرو جګړو،وچکالۍ او د بازار نشتوالي له امله ۵۰ سلنه فارمونه تړل شوي او پاتې فارمونه هم له زیان سر مخ دي.
نوري وايي، وړاندې به نورو ولایتونو ته هم د کندهار کبان وړل کیدل، چې د اقتصادي ستونزو له کبله اوس دا چاره هم دریدلې ده.
نوري زیاتوي:« درې علتونه، وچکالي، جنګ او اقتصادي مشکلاتو د کبانو په فارمونو، د غوښې پر تولید او جوړیدو باندي منفي اغیز کړی دی.شااوخوا ۵۰ سلنه د کبانو پر فارمو يې اغیز کړی دی.»
محب الله د کندهار د دامان په ولسوالۍ کې د کبانو روزولو یو فارم لري، وايي، په تېره یوه کال کې يي د وروستیو جګړو او وچکالۍ له امله د فارم تر ۱۵۰ زره زیات کبان ضایع شوي او تر ډېر زیات تاواني شوی دی.
تر دې وړاندې په کندهار کې د کبانو له فارمونو هر کال تر ۶۵۰۰ مټریکه ټنه غوښه بازار ته وړاندې کېدله،خو د وروستي اقتصادي حالت له امله په ښار کې ډېری د کبانو د پلورلو هټۍ هم تړل شوي دي.