د کابل ښاروالۍ وايي، د ۱۹ قلمه توکو په اړه یې څېړنې کړي او ټاکلې نرخنامې یې وېشلي دي.
د ښاروالۍ ویاند بارکزی وايي، پلورونکي مکلف بولي دي،چې له ورکړل شوې نرخنامې سره سم توکي وپلوري او سرغړونه ونه کړي.
بارکزی وايي:« کابل ښاروالۍ د رئیس الوزرا د حکم پر اساس د کابل په ګډون د هېواد بندرونو ته نرخنامې لیږلي دي،ترڅو د احتکار مخنیوی وشي. په دې نرخناموکي ۱۹ قلمه مواد شامل دي،چي خوراکي اوسون توکي دي.»
بلو پلو د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي وايي، په کابل ښار کي یو شمېر سوداګرو بازار انحصار کړی او حکومت دې انحصار له منځه یوسي.
دوی وایې،هرڅوک وکولای شي،چې په ازاد ډول د خوراکي توکو واردات وکړي.
د اقتصادي چارو شنونکی نصیر رښتیا وايي:« د کابل په بازارونو کي یو شمیر مافیايی کړۍ دي،چي نرخونه لوړوي او احتکار کوي،حکومت دې د هغو کسانو مخه ونیسي،چي مارکیټونه یې په خپل لاس کي اخیستي دي.»
کابل ښاریان بیا وايي، دوی ته هم د نرخونو د لوړوالي علت نه مالومېږي،د ډالرو نرخونه هم را کښته شوي،خو په خبره یې د خوراکي او سون توکو بیې لاهم لوړې دي.
د کابل ښار یو تن اوسېدونکی وايي:« په کابل کي د ډالرو بیه هم کښته شوې. موږ یې هم په علت نه پوهیږو، ورځ بلې ته د خوراکي توکو بیې د لوړیدو په حال کي دي. څوک نه شته دی،چې پوښتنه یې وکړي.»
په کابل کي د افغانیو پر وړاندې بهرنیو اسعارو په راکښته کېدو سره بیا هم د تېر په څېر د خوراکي او سون توکو بیې لوړې دي.