ټاکل شوې وه،چې د سه شنبې په ورځ د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف پر مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی په دوه ورځیني رسمي سفر له افغان لوري سره د بحث او خبرو لپاره کابل ته راشي،خو دغه سفر ځنډېدلی دی.
په اسلام اباد کې ځینو سرچینو د دغه پلاوي د سفر ځنډ لامل د هوا خرابوالی یاد کړی،خو په بهرنیو چارو وزارت کې سرچینې وايي،کابل ته د پاکستاني پلاوي سفر ښايي د اقتصادي کنفرانس د جوړېدو له امله ځنډول شوی وي،چې کابل کې جوړېدونکی دی.
دپاکستاني پلاوي دسفر موخه د دواړوهېوادونو ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو پراختیا،دوه اړخېزه سوداګري په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو حل، بشري مرستې او همدا راز د ډیورنډ فضي کرښې په اوږدو کې د افغان او پاکستاني سرتېرو ترمنځ پر رامنځته شویو وروستیو لانجو بحث او خبرې ښودل شوې ده.
د اسلامي امارت مرستیال بلال کریمي وايي:« ټاکل شوې ده،چې د پاکستان هېواد یو پلاوی دلته راشي او په بېلابېلو موضوعاتو باندې لکه د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي او ډیپلوماتیک روابط دي، دوه اړخېز ه تجارت دی. هلته د افغان مهاجرینو ستونزې دي،بشري مرستې دي او د صفري نقاطو کې ځینې واړه برخوردونه پیښ شوي،همدې په مورد به دواړه لوري بحثونه کوي.»
د سیاسي چارو یو شمېر تحلیل کوونکي بیا وايي،د اسلامي امارت ځواکونو له لوري د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې، د پاکستان له لوري د لګول شوي ازغن تار لرې کولو،اسلام اباد اندیښمن کړی او اوس غواړي،چې دغه موضوع له افغان چارواکو سره له نږدې مطرح کړي.
د مشرانو جرګې دفاعي کمېټې پخوانی مشر هاشم الکوزی وايي:« د ډيورنډ پرکرښه چې په دې وروستیو کې د اسلامي امارت سرتیرو قهرمانانو او د افغانستان اصلي بچیانو سخته مبارزه وکړه او د دوی هغه اغزن تار،چې د افغانستان پر خاوره باندې یې دوه خواوې پښتانه سره ویشي، لرې یې کړ او ورخراب یې کړ. په دې هکله به خامخا دوی،خفه شوي وي. اوس به د اسلامي امارت له چارواکو سره پرې خبرې وکړي.»
ډیورند فرضي کرښه د کابل اواسلام اباد ترمنځ لانجمنه حقوقي مسله ده،چې د پاکستان له تاسیسه تر اوسه پورې دغه هېواد اندیښنه لري،که افغانستان کې مقتدر او ځواکمن نظام او دولت رامنځ ته شي،نو ښايي افغان ولس د ډیورند کرښې هاغاړه ترې اخېستل شوې خاوره بېرته واخلي.
اسلامي امارت د یاد پلاوي له راتګ وړاندې ویلي،چې پر ډیورنډ کرښې د بحثونو او پرېکړې صلاحیت ولس لري او دا د دولتونو له صلاحیتونو پورته موضوع ده.