د اقتصادي چارو یو شمېر پوهان وايي،داقتصادي پراختیا او د فقر او بې کارۍ له منځه وړلو لپاره د افغانستان نوي نظام لپاره د نړیوال او ملي مشروعیت ترلاسه کولو سربېره له نړیوالې ټولنې او ګاونډیو هېوادونو سره داقتصادي او سیاسي اړیکو پراختیا مهمه بلله کېږي.
اقتصاد پوهان ټینګار کوي،چې له اوسني بد اقتصادي وضعیته د وتلو لپاره دې اسلامي امارت پر بانکي سیستم وضع کړي محدودیتونه لرې او په هېواد کې دې د پانګونې لپاره زمینه برابره کړي.
اقتصاد پوه عبدالقادر جیلاني وايي:« د اقتصادي ودې او پراختیا فقر او بې کارۍ له منځه وړلو لپاره باید اسلامي امارت د ملي مشروعیت ترڅنګ نړیوال رسمیت هم ولري. د دې لپاره باید واضح او مشخصه بهرنۍ پالیسي ولرو او نړیوالې ټولنې سره ګاونډیانو سره د دوه اړخېزو اقتصادي همکاریو لپاره باید اساسي اقدامات ترسره شي. له دې سربېره باید ډېر تمرکز باید پر اقتصادي سکتور باندې وي، له ملي سوداګرو باید کلک ملاتړ وشي، له بانکي سکټور نه باید محدودیتونه لرې شي،صنعتي پارکونه فعال شي او د پانګونې لپاره باید ټولې اسانتیاوې برابرې شي،ترڅو په افغانستان کې اصلي اقتصادي حرکت ولرو.»
اسلاميامارت وايي،د اقتصادي ودې لپاره یې پلانونه د عمل په درشل کې دي او په کرنې او نورو برخو کې د بنسټیزو پروژو پلي کول او همداراز د کانونو قانوني کېندنه، د اوسپنې پټلۍ غځول او د هوايي دهلیزونو پرانېستل کولای شي، افغانستان له اقتصادي بحران وژغوري.
د بهرنیوچارو وزارت د اقتصاد مشر شفیع اعظم وايي:« د اقتصادي خود کیفايۍ لپاره اصلا په بنسټیزو او پراختیايي پروژو باندې کار کول دي،چې هغه د زراعت میکانیزه کول دي، د کانونو کیدنې لپاره زمینه سازي ده. د ټرانزیت په برخه کې اسانتیاوې برابرول دي، د ریل پټلۍ غځول دي، د هوايي کورېډور او دې ورته نور موضوعات دي .))
اخوا د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګانی وايي، له خصوصي سکتور ملاتړ کوي،د فساد مخه نیسي او همداراز کورنیو او بهرنیو پانګه والو ته به د پانکوونې زمینه برابره کړي.
سمنګاني زیاته کړه:« اقتصادي خود کیفايي د افغانستان د ټولو ستونزو د حل لار ده. اسلامي امارت د دولت ادارو د ظریفتونو لوړوالي ترڅنګ له خصوصي سکتوره ملاتړ کوي،د بیروکراسۍ د له منځه وړلو سره بهرنیواو کورنیو پانګه والو ته د پانګونې ښه زمینه برابره کړي،ترڅو خلکو ته د کار زمینه برابره او د دولت عواید زیات شي .»
دبهرنیو چارو وزارت د اقتصاد ریاست بیا په روان کال کې د ټاپي پروژې د پلې کیدو او ریل پټلۍ له لارې د مرکزي او سوېلي اسیا د وصل خبره کوي،چې په وینا یې له دې سره به افغانستان له اقتصادي اړخه پرځان بسیا شي.
د بهرنیوچارو وزارت د اقتصاد مشر شفیع اعظم وايي:« عملآ د سوېلي اسیا او مرکزي اسیا د وصلیدو لپاره هلې ځلې شوي دي. د ټاپي پروژې د عملي کیدو لپاره خبرې روانې دي او په دې کال کې به یې د عملي کیدو شاهدان یو. د ریل پټلۍ د غځیدو لپاره کار روان دی او دا هم په همدې کال کې به عملي شي.»
په اوسنیو شرایطو کې افغانستان له بد اقتصادي وضیعت او بشري ناروین سره مخ دی او حکومت هم په دغه برخه کې پاتې راغلی او له نړیوالو یې مرسته غوښتې.