Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

نږدې میاشتو کې به افغانان د سولې خاوندان شي

shamshadnews by shamshadnews
2018/12/19

په نږدې څو میاشتو کې به افغانان د باعزته سولې څښتنان شي.

د سولې عالي شورا باور لري چې د افغان سولې په تړاو اوس په سیمه نړۍ کې همکاري زیاته شوي او تمه شته چې ژر دا پروسه بریالۍ شي.

د سولې شورا د سولې پروسې پروړاندې په کور دننه ځینو اختلافاتو باندې انديښنه لري چې باید له منځه لاړ شي.

په تیرو ۱۷ کلونو کې په نړیواله کچه یو فکر و چې طالبان به په زور مات شي ، خو اوس د نړۍ ځواکمن هېوادونه په دې باور دي چې له سولې پرته بله لار نه شته.

دا څرګندونې د سولې عالي شورا د درالانشاء لپاره د نوي رییس عمرداوودزي په غونډه وشوې.

عمر داودزي که څه هم د کوم هېواد نوم وانه خیست خو اشاره یې پاکستان ته وه چې د افغانستان په تړاو تګلاره او سیاست کې یې مثبت تغیر لیدل کېږي.

د سولې شورا د هر هغه هېواد هر کلی کوي چې د سولې له پروسې سره مرسته کوي، خو د سولې پروسه باید د افغانانو په مشرۍ وي.

سولې شورا د خبرو په درشل کې په دې کار کوي چې څنګه کیدای شي طالبان د سولې له پروسې سره له یو ځای کیدو وروسته ګډ کار وکړي.

د سولې عالي شورا په کور دننه د سولې پروسې لپاره په یو واحد نظر ټینګار لري.

اوس چې حکومت له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره عالي مشورتي بورډ جوړ کړی، د سولې شورا وایي، په بورد کې به ځینې بدلونونه راشي او په اجرایوي اړخ به یې هم بحث وشي.

اوس دا بورد مشورتي دی او هیڅ اجرایوي صلاحیت نه لري.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist