بل لور ته هغه کډوال چې له پنډغالو بهر دي او د اوسېدو ځایونه ورکړل شوي هم له قانوني مراحلو شکایت کوي،ځکه بشپړ اسناد او مناسب حقوق نه دي ورکړل شوي.
افغان خبریال ذبیح الله غازي وايي:« دوه ستونزې دي،یو هغه کسان چې د درې څلور میاشتو په تېریدو سره اوس هم په پنډغالو کې دي او د ژمي له را رسېدو سره هم له پنډغالو نه دي اېستل شوي. بل هغه کسان چې را رسیدلي دي، انتخاب شویو ځایونو ته تللي دي. هغوی له قانوني مراحلو شکایت کوي،ځکه سوشل سېکیوریټي په څېر اسناد نه دي ورکړل شوي.»
امریکا کې افغان کډوال صدیق الله رشتین بیا وايي،بله ستره ستونزه،چې افغان کډوال ورسره په امریکا کې مخ دي، د امریکايي کلتور سره ځان اشنا کول او د انګلیسي ژبې ستونزه ده،چې ډېری تللي افغانان پرې نه پوهېږي.
رشتین زیاته کړه:« دا سخته ده،چې په نوي ښار او نوي هېواد کې یو څوک نوی ژوند پیل کړي. زموږ او د دوی د هېوادونو ترمنځ توپیرونه ډېر زیات دي، د بېلګې په توګه،د ژبې زده کړه، کلتوري او مذهبي توپیرونه او ژوند لارې چارې.»
خو هغه امریکايي خیریه بنسټونه،چې د کډوالو لپاره د پوښاک او خوراکي توکي راټولوي او مرسته ورسره کوي، وايي، افغان کډوال نه پریږدي،چې د کمۍ او یوازیتوب احساس وکړي.