Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مالیې وزارت: د دولتي املاکو عوایدو کې د تېر په پرتله زیاتوالی راغلی

مالیې وزارت: د ۱۴۰۱ مالي کال بودیجې مسوده ترتیب شوې

admin by admin
2021/12/27

د افغانستان مالیې وزارت وايي،  د راتلونکي ۱۴۰۱ مالي کال  بودیجې مسوده ترتیب شوې  او د راتلونکې یوې اونۍ په موده کې به یې د تصویب لپاره د وزیرانو شورا ته وړاندې کړي.

د یاد وزارت ویاند احمد ولي حقمل وايي، د ۱۴۰۱ مالي کال ټوله بودجه یې له کورنیو عوایدو تمویل کړې او پر بهرنیو مرستو نه ده ولاړه.

حقمل وايي، تمه لري، چې وزیرانو شورا به د روانې مرغومې میاشتې تر پایه د بودیجې مسوده تصویب او د پلي کیدو لپاره به اړوندو ادارو ته وسپارل شي.

حقمل  زیاته کړه:« دبودیجې مسوده په وزارت کې اماده ده او تقریبآ کار یې خلاص دی. په تیرو شلو کلونو کې د افغانستان د دولت دا لومړنۍ بودیجه ده،چې پر بهرنیو  مرستو تکیه نه ده او ټوله مو د خپلو کورنیو عوایدو پر  اساس جوړه کړې ده. له مالیې وزارته یې کار خلاص دې او له دې وروسته به د تصویب لپاره وزیرانو شورا ته ځي او له تصویب وروسته په راتلونکي مالي کال کې د خپلې بودیجې مطابق مخ ته ځو.»

حقمل وايي، دعادي بودیجې د تمویل  په برخه کې هېڅ ډول ستونزه نه لري او له خپلو عوایدو یې برابره کړې،خو دپراختیايي بودیجې په برخه کې ځنې ستونزې موجودي دي او په دغه بودیجه کې محدودې پراختیايي پروژې نیول شوي،خو حیاتي دي.

حقمل وايي،که د کال په نیمايي کې عواید لوړ شي،بودیجه کې به تعدیل رامنځته او زیاتې پراختیايي پروژې به په کې ځای پرځای  کړي.

هغه زیاتوي:« موږ په عادي بودیجه کې موږ ستونزه  نه لرو او عادي بودیجه د خپلو کورنیو عوایدو پوره کوو،خو د راتلونکي کال لپاره مو پراختیايي پروژې هم په نظرکې نیولي دي،خو د تېر پرتله لږې محدودې وي او که د کال په نیمايي کې مو عواید زیات شول،په بودیجه کې به تعدیلات راشي. نورې انکشافي پروژې به هم په کې ځای پر ځای شي .»

خو اقتصادپوهان بیا وايي، بودیجه یوازې د وزارتونو د لګښت پوره کولو په مانا نه ده،بلکې د بودیجې له ترتیب اصلي موخه د هېواد په ګوډ ګوډ کې د پراختیايي پروژو پلي کول او ولس ته  د خدماتو وړاندې کول دي.

اقتصاد پوه عبدالقادر جیلاني وايي:« ملي بودیجه په دې مانا نه ده،چې یوازې د اسلامي امارت د وزارتونو او کمېسیونونو مصارف پوره کړي،بلکې خلکو ته باید خدمات عرضه شي،عامه المنفعه او انکشافي پروژې باید د افغانستان په ګوډ ګوډ کې پلې شي.»

په تیرو کلونو کې دافغانستان دهر مالي کال بودجه به څلورنیم سوه ملیارده افغانۍ اټکل کیده چې تر څلویښت سلنه به یې پراختیايي پروژو لپاره ځانګړې شوې وه او هغه مهال به ټوله بودجه په بهرنیو مرسته ولاړه او له  اختیاري بودجې به یې کسر زیات و.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist