Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

بلخ  کې ښځېنه سوداګرې: سوداګریزې چارې مو ټکنۍ شوي

admin by admin
2021/12/06

په شمال بلخ ولایت کې يو شمېر ښځېنه سوداګرې او هټيوالې وايي،سوداګريزې چارې يې ټکنۍ شوي او له حکومته غوښتنه کوي،چې اسانتياوې ورته برابرې کړي.

مزارشريف کې د رابعه بلخي په نوم د ښځو د ځانګړي بازار مسووله حبیبه امیني وايي، پخوا به مېرمنو ته د سوداګريزو چارو او تجارت د ودې په اړه مشورتي پروګرامونه هم جوړېدل،چې اوس مهال دغه لړۍ درېدلې ده.

اميني  زیاته کړه:« له تحولاتو وړاندې په دغه بازار کې د مېرمنو کارو بار ډېر ښه وو، د ښځينه صنعتکارانو د توليداتو لپاره به نندارتونونه جوړېدل، دوی لپاره به مشورتي سيمينارونه هم داېرېدل،اوس مهال دغسې يو څه نه شته دی او ښځينه سوداګرې د کوم ارګان له خوا نه حمایه کېږي.»

په ورته مهال يو شمېر ښځينه هټيوالې هم د خپل کاروبار له ټکني کېدو شکايت کوي او وايي،د پېر او پلور کچه يې راټيټه شوې ده.

دوی له مسوولو ادارو غواړي، چې د ستونزو په حل کې ورسره مرسته وکړي.

سوداګره بي بي حاجي مجيدي وايي:« پېر او پلور نشته، موږ يې له يوې مخې خرڅوو او خورو يې، که حالت همداسې روان وي موږ مجبوره يو چې نور مال رانوړو، ځکه د دوکارن کرايه نشو پوره کولی يا هم تاريخ تېره کېږي او بيا يې څوک نه اخلي.»

مزار شریف ښار کې یوه هټۍ واله حليمه وايي:«زما غوښتنه دا ده،چې مېرمنو ته دې د کار زمينه برابره شي،تر څو ښځې هم کار وکړي او د خپلې کورنۍ په اقتصاد کې سهم واخلي.»

له دې سره د بلخ سوداګرۍ خونه  مرستیال محمد حسن انصاري هم د ښځينه سوداګرو او هټيوالو ستونزې د تائيد وړ بولي او پرحکومت غږ کوي،چې دې برخه کې رامنځته شوې ننګونې دې حل کړي.

انصاري زیاته کړه:«موږ ښځينه سوداګرې لرو،چې د کار جواز لري او ان خپل توليدات يې بهرنيو هېوادونو ته هم صادر کړي. هېله من يم،چې اسلامي امارت به سوداګرو مېرمنو ته د کار زمينه برابره کړي.»

د مزارشريف په رابعه بلخي بازار کې يو مهال د ښځينه سوداګرو څه باندې ۶۰ هټۍ فعاله وې، خو اوس د ګوتو په شمېر هټۍ په کې پاتې دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist