د هرات ولایت ګذرې ولسوالۍ اوسېدونکي نوراحمد پوپل پر شاوخوا ۲۰ جرېبه ځمکې د انګورو باغ جوړ کړی، خو سږني حاصل ته یې اندېښمن دی.
دی وايي، د وچکالۍ او طبیعي افتونو له امله يې سږ کال بڼ هغسې حاصلات نه دي ورکړي چې ده يې تمه درلوده.
هغه زیاته کړې:« سږ کال د نورو کلونو په پرتله انګور لږ دي، ځکه کال چې وچ وي افتونه هم زیات وي. د نورو کلونو په پرتله بازار هم کمرنګه دی؛ زموږ انګور هېڅ ځای نه صادرېږي.»
له دې سره په یوه وخت، یو شمېر نور بڼوال د انګورو ټیټو بیو او د پلور پيکه بازار اندېښمن کړي، خو په بهر کې د انګورو لپاره د بازار موندنې غوښتنه کوي.
بڼوال فقیر احمد وايي: « اول خو زموږ حاصلات کم دي، دویم څه چې شته هغه هم کلاشک خوړلي. سږ کال کلاشک مرض زموږ باغونه په ګل کې وچ کړل. همداراز بیې ټیټې دي، یو من ۳۰ افغانۍ روچه انګور اخلي او نور ۵۰ یا ۱۰۰ افغانۍ دي.»
یو بل بڼوال عبدالرحمن وايي: « سږ کال باغونه شل وهلي، انګور خپله په تاک کې وچیږي. لومړیو کې چې ګل وکړي، ډېر انګور یې درلودل، خو خپله وچ شول. نه پوهېږم څه علت دی، دا یوه لویه بدبختي ده.«
بله خوا د هرات کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین هم روان کال کې د انګورو حاصلاتو کمښت مني او زیاته وي چې سږ کال به له ۱۴زره ۵۰۰ هکټاره باغونو له ۱۸۰ تر ۲۰۰ زره مټریک ټنو انګور ترلاسه شي.
د هرات کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنې ترویج مدیر بشیر احمد احمدي وايي: « تاسو پوهیږئ چې سږ کال د وچکالۍ له امله هرات کې کرنې لپاره مناسب کال نه دی، خو بیا هم زموږ د وړاندوینې پر بنسټ به د ۱۴ زره او ۵۰۰ هکټاره باغونو څخه له۱۸۰ تر ۲۰۰ زرو مټریک ټنو انګور ترلاسه شي.»
هرات یو له هغه ولایتونو دی چې د انګورو پراخ باغونه لري او څه باندي۵۰ ډوله انګور په کې تولید کېږي چې مشهور هغه یې لعل، کشمشي، فخري، میر احمدي او روچه دي.