• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
جي.آر.اېف.سي: افغانستان کې د خوراکي نا امنۍ کچه په تدریج لوړه شوې

جي.آر.اېف.سي: افغانستان کې د خوراکي نا امنۍ کچه په تدریج لوړه شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/22

د خوړو بحران پر وړاندې د مبارزې نړیوالې ایتلافي شبکې(جي.آر.اېف.سي) په تازه راپور کې د ټولې نړۍ پر کچه د خوړو بحران د لاملونه پيدا کولو په اړه موندنې خپرې کړې دي.

په دې راپور کې افغانستان هم له ۲۰۲۳ تر ۲۰۲۵ زېږدیز کال پورې د خوړو بحران ژور لرونکو هېوادونو په لېست کې  ځای لري.

د يادې شبکې د موندنو او له پېښې وړاندې خبرداري په نوم سیسټم د مالوماتو له مخې چې د خوراکي ناامنۍ دا کچه یې اندازه کړې، د افغانستان په ګډون ۴۵ هېوادونه بهرنیو مرستو ته جدي اړ بلل شوي دي.

د راپور یوه برخه: « د افغانستان، بنګله دېش، بورکینا فاسو، کانګو او ګڼ شمېر نور افریقايي هېوادونو په ګډون، ۴۵ هېوادونه په کې شامل دي چې بهرنيو بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او شاوخوا ۲۰ نور هېوادونه بیا د منځنۍ او ټيټې کچې بشري مرستو ته اړمن بلل شوي دي.»

په دې راپور کې له ایران، پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو د سلګونه زرو افغان کډوالو جبري راستنول هم په هېواد کې د خوړو بحران یو له سترو لاملونو یاد شوی.

د راپور یوه برخه: « په ۲۰۲۴ زېږدیز کال افغانستان ته له ایران، پاکستان او په کمه اندازه له یو شمېر نورو هېوادونو شاوخوا ۱.۳میلیونه تنه افغانان راستانه شوي چې له ډلې یې ۱.۱ میلیون تنه یوازې له ایرانه دي.»

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، نړیواله ټولنه او سازمانونه دې اړمنو افغانانو ته د لنډه مهاله بشري مرستو پر ځای بنسټیزې اقتصادي پروژې پلې کړي، ترڅو  نړیوالو بشري مرستو ته د خلکو د اړتیا کچه راکمه او کاري فرصتونه رامنځته شي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رښتیا وايي: « له افغانستان سره تر اوسه اکثریت شوې مرستې د بشردوستانه او یوځل مصرف مرستو په چوکاټ کې شوې. دا ډول مرستې هېڅ ډول اقتصادي مؤثریت نه لري. موږ هغه مهال کولی شو د اقتصادي فقر ګراف ټیټ کړو چې دغه سازمانونه او بنسټونه له افغانستان سره اقتصادي مرستې وکړي او حکومت وکولی شي چې خپل ستراتیژيک اقتصادي پلانونه عملي کړي، پراختیايي او اقتصادي پروژې پلې کړي او خلکو ته د کار زمینه برابره کړي. تر هغو چې خلکو ته ثابت عاید ایجاد نه شي، مشکله ده چې د فقر او بېکارۍ کچه دې راټیټه شي.»      

د خوړو بحران پر وړاندې د مبارزې نړیواله شبکه چې د اروپايي ټولنې، ملګرو متلونو او نورو نړیوالو بشري سازمانونو د فعالیتونو لپاره د څېړنو مشترکه شبکه ده، په افغانستان کې له تېرو درېیو کلونو راهیسې د غذايي ناخوندیتوب کچه په تدریجي ډول لوړه اټکل کړې ده.

په ورته مهال، ملګرو ملتونو اړوند سازمانونو هم په خپلو راپورونو کې نړیوالو بشري مرستو ته د اړمنو افغانانو شمېر شاوخوا ۲۳ میلیونه تنه یاد کړی چې له ډلې یې څه باندې ۱۴ میلیونه جدي اړمن بلل کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د امریکا دفاع وزیر: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو پروسه له سره څېړو
افغانستان

د امریکا دفاع وزیر: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو پروسه له سره څېړو

مې 22, 2025
ملګري ملتونه: افغانستان د کډوالو راستنېدو ته چمتو نه دی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان د کډوالو راستنېدو ته چمتو نه دی

مې 22, 2025
ابراهیمي: تېر کال ۴۰ زره تنو ته مسلکي زده کړې ورکړل شوې
افغانستان

ابراهیمي: تېر کال ۴۰ زره تنو ته مسلکي زده کړې ورکړل شوې

مې 22, 2025
روبیو: امريکا ته په شرایطو برابرو افغانانو لېږدول نه دي لغوه شوي
افغانستان

روبیو: امريکا ته په شرایطو برابرو افغانانو لېږدول نه دي لغوه شوي

مې 22, 2025
کابل کې د صنعت اوونۍ په مناسبت اووه ورځنی نندارتون پيل کېږي
افغانستان

کابل کې د صنعت اوونۍ په مناسبت اووه ورځنی نندارتون پيل کېږي

مې 21, 2025
نعیم وردګ: د مرکزي او سوېلي آسیا هېوادونه دې له افغانستانه د اتصال ټکي کار واخلي
افغانستان

نعیم وردګ: د مرکزي او سوېلي آسیا هېوادونه دې له افغانستانه د اتصال ټکي کار واخلي

مې 21, 2025

وروستي خبرونه

سور صلیب: تېرکال مو ۳۴ زره تنو ته مصنوعي غړي جوړ کړي

سور صلیب: تېرکال مو ۳۴ زره تنو ته مصنوعي غړي جوړ کړي

مې 22, 2025
د امریکا دفاع وزیر: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو پروسه له سره څېړو

د امریکا دفاع وزیر: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو پروسه له سره څېړو

مې 22, 2025
ملګري ملتونه: افغانستان د کډوالو راستنېدو ته چمتو نه دی

ملګري ملتونه: افغانستان د کډوالو راستنېدو ته چمتو نه دی

مې 22, 2025
ابراهیمي: تېر کال ۴۰ زره تنو ته مسلکي زده کړې ورکړل شوې

ابراهیمي: تېر کال ۴۰ زره تنو ته مسلکي زده کړې ورکړل شوې

مې 22, 2025
کابل کې د ګلانو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شوی

کابل کې د ګلانو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شوی

مې 22, 2025
جي.آر.اېف.سي: افغانستان کې د خوراکي نا امنۍ کچه په تدریج لوړه شوې

جي.آر.اېف.سي: افغانستان کې د خوراکي نا امنۍ کچه په تدریج لوړه شوې

مې 22, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist