د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د تهران خبرو اترو په فورم کې د امنيت، ثبات او د ترهګرۍ او نشه يي توکو پر اړوند مسايلو غږېدلی.
ملوي امیر خان متقي د داعش په ځپل کېدو سره امنيت تامين ګڼلی او دغه راز يې ياد امنيت د افغانستان ترڅنګ د سيمې پر ګټه هم ياد کړی.
متقي د نشه يي توکو کښت او کاروبار پديده بللې او ډاډ يې ورکړی چې سرپرست حکومت په افغانستان کې د يادو توکو کر او توليد صفر کړی.
دغه راز متقي د هلمند سيند د اوبو تړون په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، سرپرست حکومت د ایران حق آبې په تړاو بد نیت نه لري او په خبره يې کابل له تهران سره په دې اړه د ستونزو حل ته ژمن دی.
متقي زیاته کړې: « د ایران اسلامي جمهوریت خلک چې زما غږ اوري، باید پوه شي چې موږ هېڅ ډول بد نیت نه لرو، حتا د اسلامي امارت رییس الوزرا ښاغلي عراقچي ته وویل، که تړون هم نه وي، موږ دا خپل مسوولیت ګڼو چې د سیستان او بلوچستان بېچاره او تږیو خلکو ته اوبه ورسوو، همدا زموږ پالیسي ده.»
متقي دا ادعا هم کړې چې په تېرو شاوخوا ۴ لسيزو کې د افغانستان بهرني سياست انډول نه درلود او په خبره يې له همدې کبله د قدرتونو د سياليو ښکار شوی.
نوموړي ډاډ ورکړی چې د واقعيتونو درک او اقتصاد محوره پالیسۍ پر بنسټ د افغانستان بهرنی سياست متوازن شوی او په دې توګه يې د سيمې پيوستون پر نقطې بدلول غواړي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په دې اړه ویلي: « افغانستان له ۴۷ کاله بېنظمۍ او په ځانګړې توګه له تېر ۲۰ کالن بهرني اشغال وروسته د خپل سیاسي ژوند نوي پړاو ته داخل شوی او کولی شي د همپالنې، د توکو ټرانزیټ او انرژۍ د څلورلارې په توګه د سیمې او نړۍ په تحولاتو کې مثبت رول ولوبوي. موږ په څه کم وروستیو څلورو کالو کې په دې بریالي شوو چې په ټول هېواد کې امنیت ټینګ کړو، داعش او نورو فتنه اچوونکو ډلو ته د پای ټکی کېږدو. کله چې موږ متوازن سیاست ته مخه کړې او دا موجوده حالت د ټولو ګاونډیانو، سیمې او نړۍ پر ګټه دی، ښکاره خبره ده چې هغوی هم هڅول کېږي چې له موږ سره ښې اړیکې ولري.»
بله خوا د ایران ولسمشر له ګاونډیو او په ځانګړې توګه له افغانستان سره د ښو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او په ټولو برخو کې يې د يادو اړيکو د پراخولو لپاره چمتووالی ښودلی.
مسعود پزشکيان دغه راز په ايران کې مېشتو افغان کډوالو ته د اسانتياوو رامنځته کولو ډاډ هم ورکړی. د سیاسي چارو شنونکي په دې باور دي چې د کډوالو ستونزو په حلولو کې د پرمختګ له لارې د کابل او تهران اړيکې لا ښې کېدای شي.
د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « موږ په تېرو درې څلورو کالو کې زیاتې لاسته راوړنې لرو. له ترهګرو سره مبارزه، د نشه يي توکو کنټرول، د خلکو ترمنځ د اتحاد او اتفاق لپاره کار، د دې سیاستونو او پالیسیو نتیجه ده.»
د سیاسي چارو شنونکی محمد سلیم پیګیر وايي: « ښاغلي متقي په دې ناسته کې وکولی شول چې د افغانستان د خلکو غږ په ټولو برخو کې د نړۍ تر غوږونو ورسوي. پاتې شوه د حق آبې موضوع، دا حالاتو ، شرایطو او ورښتونو ته په کتو له ایران سره معامله شي.»
د ايران او افغانستان ترمنځ د متقابلو همکاريو پر پراختيا د دواړو هېوادونو چارواکو بحثونه داسې مهال دي چې ټاکل شوې نن سه شنبه په بېجينګ کې د چين، پاکستان او فغانستان درې اړخيزه ناسته وشي.
په دې ناسته کې به هم پر شريکو اندېښنو د بحث ترڅنګ د همکاريو زياتولو پر لارو چارو د درې واړو هېوادونو چارواکي وغږېږي.