Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
له کابل وروسته بېجينګ د افغانستان، پاکستان او چين د درې اړخيزې ناستې کوربه دی

له کابل وروسته بېجينګ د افغانستان، پاکستان او چين د درې اړخيزې ناستې کوربه دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/20

ټاکل شوې نن سه شنبه(د مې ۲۰ مه) بېجينګ د افغانستان، پاکستان او چين بهرنيو چارو وزيرانو ترمنځ د درې اړخيزه ناستې کوربه ‌توب وکړي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې دا درې اړخیزه ناسته به د تر ۲۲مې د سیمه ‌ییزې سولې، امنیت او همکاريو په ځانګړې توګه د پاکستان او هند ترمنځ د وروستي کړکېچ په اړه د بحث په موخه جوړه شي.

د پاکستان مرستیال لومړی وزیر او په عین وخت کې د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د افغانستان لپاره د ياد هېواد ځانګړی استازی محمد صادق خان هم په ياده ناسته کې د ګډون لپاره چین ته رسېدلي.

ډان ورځپاڼې په خپل راپور کې لیکلي: « په دې درې‌ اړخیزه ناسته کې به د سیمې پر روان سیاسي ثبات، امنیت، سولې او له هند سره د پاکستان پر وروستي کړکېچ خبرې اترې وشي. دغه راز په دوه اړخیزو او درې اړخیزو مسایلو هم بحثونه په پام کې نیول شوي دي. په ځانګړي ډول له یو بل سره د همکاريو زياتولو، ګډو ګټو او همدارنګه د سیمې ثبات ساتلو په اړه.»

دا ناسته د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ د درې اړخیزو خبرو اترو د شپږم پړاو په دوام ترسره کېږي چې مخکې د ۱۴۰۴ کال د غویي په ۲۰مه په کابل کې شوې وه.

د چارو څارونکي د بېجینګ ناسته له سیاسي اړخه مهمه او ګټوره بولي او وایي، دا ډول ناستې کولی شي د سرپرست حکومت او سیمې هېوادونو تر منځ سیاسي باور رامنځته کړي.

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي: « د افغانستان حکومت معتدل سیاست غوره کړی، بېطرفه او اقتصادي محوره دی. دا یو ښه سیاست دی او باید ادامه ورکړو؛ ځکه چې په سیمه او نړۍ کې د نړۍ د کنټرول په سر نوي تحولات رامنځته کېدونکي دي.»

د چارو یو شمېر نور شنونکی بیا وایي، د سیمې له هېوادونو سره د مثبتو اړیکو پراخولو او ساتلو لپاره اړتیا ده چې بېجینګ کې ترسره کېدونکې هغې ته ورته ناستې ادامه وکړي او حکومت بايد ترې مثبته ګټه پورته کړي.

پخوانی ډېپلوماټ عزیز معارج وايي: « په ګاونډ، سیمه او نړۍ کې چې کومې ناستې کېږي، د اسلامي امارت د استازي ګډون په کې ښه فرصت دی، خو په دې شرط چې برنامه ولري او د خپلو ګټو پر بنسټ له تدبیر څخه برخمن وي او دغه راز د مقابل لوري د ګټو خوندي کولو قناعت هم ورکړي، ترڅو د دې زمینه برابره شي چې هغوی د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت وپېژني او بیا ورسره سیاسي او اقتصادي اړیکې جوړې کړي. دا مسایل مهم دي.»

بهرنیو چارو وزارت چین ته د امیرخان متقي د سفر په اړه ویلي چې په پام کې ده امیرخان متقي د چین له بهرنیو چارو وزیر وانګ یي سره په دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او تجارتي اړیکو خبرې وکړي او ترڅنګ یې د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو سره ګډه ناسته هم ولري.

اوونۍ وړاندې د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي په کابل کې د یوې کتنې په ترڅ کې  امیرخان متقي ته د چین د سفر بلنه ورکړې وه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist