د هرات ولایت زنده جان ولسوالي د افغانستان د ورېښمو د تولید له پخوانیو مرکزونو ګڼل کېږي.
دا هغه سیمه ده چې له اوږدې مودې راهیسې په کې د ورېښمو چینجي روزل کېدل، تار ترې ایستل کېده او بیا به یې محلي بازارونو ته استول، خو اوس دا صنعت د ورکېدو له ګواښ سره مخ دی.
فارم لرونکي وایي، د چینجي روزلو او پیلې څخه تار جوړولو لپاره د عصري امکاناتو نه شتوالی او ټیټو بیو له امله اوس مهال دغه صنعت ته د خلکو لېوالتیا کمه شوې.
د ورېښمو چینجي روزلو فارم لرونکی عبدالله وايي: « په لومړي سر کې موږ د توت پاڼو ستونزه لرو او هر جعبه څلور پنځه زره افغانیو پاڼې اخلو. دویم هم د لوښو او لویو تشتونو کمښت دی، دا شته لوښې ځوابګو نه دي او د رنګولو په وخت کې ستونزې پیدا کوي. همدارنګه د پیلو ټیټ قېمتونه هم یوه ستونزه ده.»
د ورېښمو چینجي روزلو یو بل فارم لرونکی غلام فاروق وايي: « کله چې کوچنی وم، زما مور او پلار د ورېښمو چینجیو کار کاوه او اوږد عمر یې درلود، اوس له یوې میاشتې ډېر دوام نه کوي. دا د زنده جان ولسوالۍ د خلکو لپاره ښه د عاید سرچینه وه.»
بله خوا، ورېښم اوبدونکي وایي، د پاکستان او چین هېوادونو د ورته بدیل او بې کیفیته ماشیني توکو وارداتو یې پر بازار ناوړه اغېزه کړی او د دوی د لاسي توکو ځای یې نیولی دی.
ورېښم اوبدونکی علي رضا وايي: « ورېښم اوبدنه د تېرو څو کالو په پرتله له رونق لوېدلې ده. دلیل یې دا دی چې چینايي او پاکستاني جنسونه له محصول پرته افغانستان ته راځي.»
د هرات کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین بیا وایي، د ورېښمو جوړولو صنعت ته د ودې ورکولو په موخه یې د دې ولایت په درېیو ولسوالیو کې فارم لرونکو ته د ورېښمو چینجیو ۶ زره پکېجونه وېشلي او دامهال هلته شاوخوا۳ زره کسان په دې برخه کې پر کار بوخت دي.
د هرات کرنې ریاست د اقتصادي حشراتو او الوتونکو د ودې مدیر فهیم فائز وايي: « هر کال له ۴ تر ۶ زرو د ورېښمو چینجي زنده جان، انجیل او ګذرې ولسوالیو ته وېشل کېږي چې ډېره برخه یې زنده جان ولسوالۍ کې وېشل کېږي؛ ځکه چې هلته ډېر کروندګر او مالداران پردې کار بوخت دي.»
د ورېښمو چینجي د توت ونې له پاڼو تغذیه کوي او ترې د لاسته راغلیو ورېښمو هره کیلو د ۱۲۰۰ تر ۱۳۰۰ افغانیو پلورل کیږي.