Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د تورخم ښارګوټي عمري پڼدغالي کې اداري کمپلیکس پرانیستل شو

د تورخم ښارګوټي عمري پڼدغالي کې اداري کمپلیکس پرانیستل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/17

د تورخم په عمري مېشت غالي کې د ملي پراختیا شرکت له لوري له پاکستانه په جبر ایستل کېدونکو کډوالو د اداري چارو ترسره کولو په موخه، د ۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت په معیاره ډول جوړ شوی کمپلیکس ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

دغه کمپلیکس ۶۰ خونې لري او ټولې هغه کمېټې او بهرنۍ مرستندویه موسسې به په کې خپلې اداري چارې ترسره کوي  چې د کډوالو په برخه کې کار کوي.

د ملي پراختیا شرکت عمومي رییس عبدالرحمن عطاش وايي: « ما خپلو ملګرو ته وویل داسې کار به وکړو چې نه شپه وګورو نه ورځ، ترڅو په دې ځای کې شته ستونزې هوارې کړو. له دې امله چې زموږ اکثریت مهاجرین ډېر ستړي او ستومانه وي او دلته چې راځي، په خپلو کارونو پسې ډېر ګرځي. نو تاسو دا کار په مینه او اخلاص ترسره کړئ، ترڅو نورو خلکو ته دا ثابته کړو، که تاسو زموږ وروڼه موږ ته رالېږئ، موږ یې په ډېر ورین تندي منو او خدمت به یې کوو.»

په ورته مهال یوشمېر چارواکي بیا له پاکستانه په جبر ايستل کېدونکو افغان کډوالو لپاره د اړينو اسانتياوو د چمتو کولو ډاډ ورکوي.

دوی وایي، سږ کال پر لوړه کچه اقتصادي پروژې په پلان کې لري او تمه کېږي چې په پلي کېدو سره به يې د کاري فرصتونو له ايجاد سربېره، افغانستان په اقتصادي ډګر کې ځان بسياينې ته نېږدې کړي.

د امارتي شرکتونو عمومي رییس مولوي احمد جان بلال وايي: « اته یا له دې هم زیاتې پروژې یوازې د دولتي شرکتونو په چوکاټ کې افتتاح شوې چې ټولې یې پرمختیايي پروژې دي او د هېواد ځان بسیاینې لپاره داسې پروژې دي چې انشاء الله له بهرني احتیاج به مو خلاصوي.»

د اقتصاد وزارت سرپرست دین محمد حنیف وايي:« زموږ ګاونډیو هېوادونو په پیل کې زموږ له مهاجرینو ښه هرکلی وکړ، خو وروسته یې کرار کرار د سیاسي آلې ګټه ترې واخیسته. دوی زموږ مهاجرین زموږ خوږ ګوته وګڼل او تل یې موږ له همدې ګوتې ونیولو.»

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت بیا د ملي پراختیا شرکت له لورې په ۱۵ ورځو کې د دې کمپلېکس د جوړولو هڅې وستایلې او وایي، د کډوالو د دایمي اوسېدنې لپاره په ۳۱ ولایتونو کې ۵۸ ښارګوټي جوړېږي چې په ځینو ولایتونو کې یې عملاً چارې پیل شوې دي.

فطرت په دې اړه وايي: « په ۳۱ ولایتونو کې ۵۸ ښارګوټي په پلان کې نیول شوي چې تر اوسه په ۲۵ ولایتونو کې د ۳۵ ښارګوټو طرحې او نقشې نهايي شوي او وېش د مسوولینو له خوا په عملي توګه پيل شوی. دغه ښارګوټي د کور او ښارجوړونې وزارت د ماسټر پلان له مخې جوړېږي او زموږ راستانه شوي هېوادوال به په کې مېشت کېږي.»

بله خوا، بیا د دې مېشت غالي ځینې مسوولین وايې، په کمپ کې د مېشتو افغان کډوالو شمېر زيات دی او اړتيا ده چې مسوول ارګانونه د برېښنا چمتو کولو خدمات ۲۴ ساعته کړي.

د عمري مېشت غالي تخنیکي مرستیال ذاهد الله ذاهد وايي: « د اقتصاد له وزیر صاحب مو یوه کوچنۍ غوښتنه ده چې تاسو په دې خلکو زور واچوئ ترڅو له موږ سره دلته مرسته وکړي، دا ځای د دوی د مرستو مصرفولو لپاره ښه ځای دی. دویمه ستونزه زموږ د کمپ د عمومي برېښنا په اړه ده.»

د اداري چارو د تنظیم په موخه دا کمپلېکس داسې مهال جوړېږي چې د روان کال د اپریل میاشتې له پیل بیا تر دې دمه نږدې ۱۲۰ زره کډوال یوازې له پاکستانه ايستل شوي او د سپین بولدک او تورخم له لارې هېواد ته را ستانه شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist