Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د یو شمېرهېوادونو ځانګړو استازو د افغانستان پر وضعيت بحثونه کړي

د یو شمېرهېوادونو ځانګړو استازو د افغانستان پر وضعيت بحثونه کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/17

د افغانستان لپاره د چین، ازبېکستان او پاکستان ځانګړو استازو د یو شمېر هېوادونو له سیاسي استازو سره د افغانستان په اړه لیدنې کړې.

د ازبېکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، د افغانستان  لپاره يې ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیف د سویډن د عدلیې وزارت  د کډوالو څانګې له رییسې سوفیا اوسټمارک سره په لیدنه کې د کډوالۍ پر حل لارو او دغه راز د افغانستان پر وضعیت او بشري همکاریو خبرې کړې.

یاد وزارت زیاته کړې:« په دې کتنه کې پر دوه اړخیزو همکاریو بحث وشو. د ناستې په اجنډا کې د کډوالۍ په برخه کې د همغږۍ رامنځته کول او په سيمه يیزو مسايلو بحث شامل و. د افغانستان وضعیت او بشري همکاریو ته د ممکنه لارو پر ځانګړي کولو هم ټېنګار وشو.»

له افغانستان سره د بشري همکاریو په اړه د سویډني او ازبېکستاني چارواکو له ناستې سربېره، د چین او  ترکيې چارواکو هم ورته ناستې ترسره کړې دي.

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو شیایونګ پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، له تېرو دوه ورځو راهیسې یې په انقره کې د ترکیې بهرنیو چارو وزارت له یو شمېر چارواکو سره په افغانستان کې د همکاریو په اړه ناستې لرلې.

شایونګ زیاته کړې، په دغو ناستو کې یې د افغانستان د بیارغونې په اړه پر دوه اړخیزو همکاریو هوکړې هم کړې دي.

هغه په دې اړه ویلي: « د مې په ۱۴مه او  ۱۵مه مې په انقره کې خوشاله لېدنې لرلې او په کې مې د ترکیې بهرنیو چارو وزارت مرستیالې او د سویلي آسیا لپاره د ترکیې بهرنیو چارو وزارت له رییس جهاد ارګینای سره وکتل. موږ د افغانستان بیارغونې لپاره د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتيا هوکړه وکړه.» 

د دې ترڅنګ، د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان هم ویلي، د پاکستان لپاره د اسټرالیا له ځانګړي استازي نېل هاوکېنز او د افغانستان لپاره د بریټانیا له ځانګړي استازي اندریو مکاربي سره یې  د سیمیزو پرمختګونو او وضعیت او دغه راز د افغانستان اړوند مسایلو په تړاو خبرې کړې.

صادق خان زیاته کړې: « موږ په دغو لیدنو کې د سیمه ییزو بدلونونو او پرمختګونو او همداراز له نړیوالو سره د تعامل په برخه کې ژور بحثونه وکړل. په ناسته کې مو د افغانستان اړوند مسایلو کې د همکاریو پر زیاتولو ټېنګار وکړ.»

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، له نړۍ سره د سرپرست حکومت رسمي تعامل د هېواد اقتصادي ثبات او نړیوالو اړیکو رغولو لپاره بنسټیزه اړتیا ده.

 د دوی په خبره، له دویمو او درېیمو ادرسونو د افغانستان استازیتوب به د هېواد په اقتصادې ودې او سياسي تعامل مثبت اغېز ونه لري.

د سیاسي چارو شنونکی توريالی ځاځی وايي: « که افغانستان د نړیوالو هېوادونو له خوا پر رسمیت وپېژندل شي، بیا له سیاسي پلوه چې هره غونډه ترسره کېږي، په هغه صورت کې زموږ هېواد ته ګټه لري. مګر اوس چې کومې غونډې ترسره شوې دي یا په راتلونکي کې ترسره کېږي، ترهغو چې افغانستان پر رسمیت ونه پېژندل شي، افغانستان ته هېڅ کومه سیاسي ګټه نه لري.»

په ۲۰۲۱ زېږدیز کال کې پر افغانستان د اسلامي امارت بیا ځل واک ته له رسېدو وروسته له چین، روسیې، ایران، ترکیې، سعودي عربستان او لسګونو نورو هېوادونو سره غیر رسمي تعاملات لري، خو د رسمیت پېژندنې په برخه کې یې لاهم کوم هېواد عملا اقدام نه دی کړی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist