Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د بریټانیا ځانګړو ځواکونو غړیو افغانستان کې د جنګي جرمونوپه ترسره کولو اعتراف کړی

د بریټانیا ځانګړو ځواکونو غړیو افغانستان کې د جنګي جرمونوپه ترسره کولو اعتراف کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/13

 که څه هم افغانستان کې د تېرې ۲۰ کلنې جګړې پرمهال د امریکايي، بریټانوي او د ناټو په چوکاټ کې د نورو جنګېدونکو ځواکونو جنګي جرمونه او جنایتونه له چا پټ نه دي، خو د وخت په تېرو سره د ځینو یادو هېوادونو پخواني ځواکونه په خپله هم پر کړو جنګي جنایتونو اعتراف کوي.

د همدې اعترافاتو په لړ کې تازه د بریټانیا د ځانګړو ځواکونو پخوانیو غړیو بي.بي.سي ته منلې چې په افغانستان کې يې د پوځي ماموریت پر مهال ملکي کسان وژلي.

د بي‌بي‌سي د راپور یوه برخه کې راغلي: « د بریټانیا ځانګړو ځواکونو یو پخوانی غړی وايي، په ځینو عملیاتو کې به ډلګۍ مېلمستونونو ته ننوتلې او ټول به یې ووژل. خلک به یې د خوب پر مهال ویشتل؛ دا موجه نه ده. د ځانګړو ځواکونو یو پخوانی غړی چې په افغانستان کې یې دنده ترسره کړې وايي، هغوی د یوه ماشوم لاسونه تړلي او ویشتلی دی. هغه ماشوم چې د جګړې عمر ته نږدې نه و. د بندیانو وژل یوه عادي چاره ګرځېدلې وه. یو څوک به یې چې پلټل، لاسونه به یې پرې وتړل، بیا به یې ووژل او وروسته به یې له لاسو پلاستیکي بندونه خلاصول او د جسد ترڅنګ به یې تومانچه ورسره اچوله.»

د سیاسي چارو شنونکي په دې باور دي چې په افغانستان کې د ناټو د تېر ۲۰ کلن پوځي ماموریت پر مهال د بهرنيو ځواکونو له لوري جنګي جنايتونه ترسره شوي او ډېری هغه يې رسنيز شوي هم دي.

دوی زیاتوي، په دغو جنایتونو کې د ښکېلو هېوادونو له لوري د ورته قضیو څېړل هېڅکله د ورګرځېدلو مسوولیتونو د رفع کېدو مانا نه لري.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « دوی کورونه بمبارول، خلک یې وژل او په کروندو باندې یې بمونه اچول. له بلې خوا د افغانستان پخواني چارواکي له ولسمشر نیولې تر دفاع او کورنیو چارو وزیرانو او استخباراتو رییسانو پورې ټول په دې موضوع خبر وو، خو غږ یې نه پورته کاوه؛ ځکه که دوی غږ پورته کړی وای، له دندو یې لرې کول. نړیوال سازمانونه هم په دې خبر وو، خو د دوی تر اثر لاندې وو او غږ یې نه کاوه. اوس چې ځینې هېوادونه غږ پورته کوي، خپل مسوولیتونه رفع کوي، د تاریخ او راتلونکي لپاره، ترڅو ووایي چې موږ په دې اړه مسوول کسان محاکمه کړل؛ دا ټول یوه لوبه وه.»

د حقوقي چارو شنونکی اسماعیل ځدراڼ وايي: « که ریښتیا هم پر دوی عدالت تطبیق شي، دوی محکمې ته کش کړل او په دې اړه شته ثبوتونو محکمې ته وړاندې شي، نو دوی ته به ډېره سخته سزا ورکړل شي. خو زه فکر کوم دوی محکمې هم د ځان لپاره جوړې کړې او په خپله ګټه یې څرخوي.»

سرپرست حکومت هم د لوېدیځو هېوادونو له لوري ورته اعترافات د هغو ګڼو جنګي جنایتونو یوه کوچنۍ بېلګه ګڼي چې د ناټو ځواکونو په تېرو ۲۰ کلونو کې په افغانستان کې ترسره کړي دي.

د سرپست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د یادو جنګي جنایتونو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې د مسوولانه چلن ترڅنګ، په دې قضیو کې د وژل شویو عامو افغانانو د کورنیو لپاره د غرامت غوښتنه کوي.

مجاهد په دې اړه وايي: « دا یوه نمونه ده او د هغو اعترافونو یوه وړه برخه ده چې باید شوي وای. متأسفانه ناټو ځواکونو په خپل۲۰ کلن حضور کې ټول وخت د خلکو په وژنه تېر کړ او دلته یې ډېر لوی بشري جنایتونه ترسره کړي. هر هغه بهرني ځواکوانه چې د ناټو تر چتر لاندې په هرچوکاټ کې وو، دلته یې په مظلمو، د خلکو په ځورونو او وژنو باندې بوخت وو. دا چې اوس د دوی یوه برخه اعتراف کوي، دا د دوی ټولو دنده وه چې ۲۰ کاله یې افغانستان په اشغال کې ساتلی و او افغانان یې له ژونده محروم غوښتل.»

په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د حضور پر مهال د ملکي افغانانو د وژلو خبرې داسې مهال یو په بل پسې رسنیزې کېږي چې له دې وړاندې د انګلستان د شاهي کورنۍ غړي شهزاده هرې په ۲۰۲۳زېږدیز کال کې په خپل چاپ شوي کتاب کې وویل، په افغانستان کې یې د پوځي مارموریت پر مهال په خپل لاس د اسلامي امارت ۲۵ غړي د جرم له اثبات او محکمې پرته وژلي دي.

له دې وړاندې د اسټرالیا يو شمېر هغو سرتېرو هم چې په افغانستان کې يې ماموريت کړی و، په خپلو اعترافاتو کې ومنله چې ګڼ شمېر افغانان یې په اروزګان او یو شمېر نورو ولایتونو کې وژلي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist