Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
قرغزستان تېرو دوو میاشتو کې ۲۵ میلیونه لېټره نفتي توکي افغانستان ته صادر کړي

قرغزستان تېرو دوو میاشتو کې ۲۵ میلیونه لېټره نفتي توکي افغانستان ته صادر کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/06

اې کې آی پرېس خبري اژانس د قرغزستان ملي احصايې کمېټې له قوله راپور ورکړی چې د روان ۲۰۲۵ کال په لومړيو دوو مياشتو کې افغانستان ته د قرغزستان نفتي توکو او په ځانګړې توګه تېلو صادرات زيات شوي.

د راپور له مخې، په تېرې جنورۍ او فبرورۍ مياشتو کې نږدې ۲۵ ميليونه ليټره نفتي توکي د څه باندې ۱۱ ميليونو ډالرو په ارزښت له قرغزستان افغانستان ته صادر شوي دي.

اې کې آی خبري اژانس په راپور کې راغلي:« افغانستان د قرغزستان د تېلو اصلي کاروونکی دی چې افغانستان ته د نفتي توکو د صادراتو ۹۲ سلنه برخه جوړوي. قرغزستان د ۲۰۲۵ کال په لومړيو دوو مياشتو جنورۍ او فبرورۍ کې د ۱۱.۵ مېليونو ډالرو په ارزښت ۲۴.۹ ميليونه ليټر نفتي توکي چې في ليټر يې په ۴۰ قرغزستاني سوم اخيستل شوي، افغانستان ته صادر کړي دي.»

د ياد خبري اژانس د مالوماتو له وړاندې کولو پرته ويلي، قرغزستان د تېر کال په همدې موده کې هم په ياده اندازه نفتي توکي صادر کړي وو.

په ورته مهال د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، شاوخوا ۶۰ سلنه نفتي توکي له روسيې او منځنۍ اسيا هېوادونو واردېږي او پاتې۴۰ سلنه هغه له ایران راځي.

د يادې خونې د چارواکو په خبره، قرغزستان افغانستان ته د پام وړ نفتي توکي نه صادروي.

د سواګرۍ او پانګونې خونې د مديره پلاوي غړی خان جان الکوزی وايي: « موږ د خپلې اړتیا وړ تېلو ۴۰ سلنه له ایران او ۶۰ سلنه له شمالي ګاونډیو واردوو. زموږ د تېلو ډېره برخه له ترکمنستان، روسیې، قزاقستان، ازبېکستان او ډېره لږه اندازه له قرغزستا راځي. ښه تېل د منځنۍ آسیا هېوادونو او روسیې تېل دي.»                      

د اقتصادي چارو شنونکي بیا د نفتو او ګازو په استخراج کې د افغانستان د پاتې راتګ لامل دوامداره جګړې، بهرني سياسي او اقتصادي فشارونه او دغه راز د لازمو زېربناوو نه درلودل يادوي.

د اقتصادي چارو شنونکی نورالله عزيز وايي:« دا چې په اوسنیو شرایطو کې افغانستان له نورو هېوادونو د انرژۍ توکي او امکانات واردوي، تر شا یې ډېر لاملونه دي. زما په اند تر ټولو ستر لامل یې په دې سکټور کې د پانګونې نه شتون او د سترو پانګونو نه موجودیت دی. په سټراټيژیکو او زېربنايي پروژو کې تل د هېوادونو پر کچه پانګونه کېږي او یا هم له بهرنۍ پانګې کار اخیستل کېږي. متأسفانه باید ووایم د دې لپاره په اوسنیو شرایطو کې هغه څه نه دي ترسره شوي چې کولی شي په دې سکټور کې په پراخ لاس پانګونه وکړي.»

د راپورونو له مخې، تېر کال افغانستان او قرغزستان د ۶۶ ميليونو ډالرو په ارزښت ګډه سوداګري لرله چې په دې ډله کې يې قرغېزستان ته د ۷ ميليونو ډالرو په ارزښت صادرات او د پاتې ۵۹ ميليونو ډالرو په ارزښت واردات په کې شامل وو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist