• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د افغانستان بانک د بانکي سیسټم  برېښنایي کېدو په هڅه کې دی

د افغانستان بانک د بانکي سیسټم  برېښنایي کېدو په هڅه کې دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/21

د افغانستان مرکزي بانک چارواکي وايې، د افغانیو ثبات او پياوړتیا او دغه راز د بانک نوټونو له زړښت د مخنیوي لپاره هڅه کوي چې پیسو ته د خلکو اسانه لاسرسي په اړه بریښنايي سیسټم فعاله کړي.
دوی زیاتوي، په همدې سیسټم د خلکو پوهېدنې لپاره په مزار شریف ښار کې درې ورځنی نندارتون پرانیستل شوی دی.

د افغانستان بانک ویاند حسیب الله نوري وايي: « همدارنګه د کارتونو په برخه کې اسانتیاوې، د اداینیزو سیسټمونو د پراختیا په برخه کې همکاري کوو. همدارنګه د معاشونو او لګښتونو د انتقال په برخه کې زموږ هېوادوال او په تېره بیا دولتي کارکوونکي له ستونزو سره مخ وو چې د دې سیسټم په فعالېدو سره به دولتي چارواکي، مامورین او نور معاش لرونکي کسان خپلو معاشونو ته اسانه او هرځای کې لاسرسی ولري.»

د افغانستا بانک عمومي مرستیال صدیق الله خالد وايي، له دې سیسټم سره به د دولتي او نا دولتي ادارو کار کوونکي خپلې پیسې د بانکونو پر ځای له خپلو بانکي کارتونو په اسانۍ ترلاسه کولی او مصرفولی شي.

خالد په دې اړه وايي: « تاسو ته مالومه ده چې تادیاتي سیسټمونه د هر هېواد د زیربناوو یوه برخه ده چې د پیسو لېږد اسانه کوي، اقتصادي ثبات ته وده ورکوي او د بانکي سېکټور مؤثریت ډېروي. دا سیسټمونه د خلکو، حکومتونو او سوداګریو ترمنځ په مالي راکړه ورکړه کې خونديتوب او شفافیت رامنځته کوي او د پیسو د لېږد سرعت ډېروي. له دې سره به سوداګریز فعالیتونه لا اغېزناک او مؤثریت پیدا کړي.»

ورته مهال، سوداګر د بانکي سیسټم له برېښنايي کېدو هرکلی کوي او ژر تر ژره یې د پلي کېدو غوښتنه کوي.

د دوی په خبره، هېواد کې د دې سیسټم فعالیت به سوداګرو ته ګڼې اسانتیاوې برابرې او سوداګري به په عصري سیسټم بدله کړي.

سوداګر قلندر رحیمي وايي: « دغه سیسټم زموږ د اقتصادي معاملاتو چټکتیا ډېروي او د هېواد د اقتصادي ودې سبب کېږي. د دې سیسټم په فعالېدو سره به په بانکونو کې فزیکي حضور، اوږده انتظار، د مختلفو فورمو له ډکولو او وخت ضایع کېدو مخنیوی وشي.»

په همدې حال کې د بلخ ولایت ځايي چارواکي دغه ولایت کې د یاد سیسټم د پلي کولو په برخه کې د افغانستان بانک چارواکو ته د همکارۍ ډاډ ورکوي او وايي، چمتو دي چې خلکو ته په نورو برخو کې هم اسانتیاوې برابرې کړي.

د بلخ مرستیال والي مولوي نورالهادي ابو ادریس وايي: « د بلخ ولایت مقام ژمن دی چې د افغانستان بانک او نورو اړوند ادارو له خوا خلکو ته د پیسو د لاسرسي په تړاو اسانتیاوې رامنځته کړي، موږ به هڅه وکړو چې نه یوازې د دغو اسانتیاوو له رامنځته کېدو سره همکاري وکړو، بلکې هڅه کوو چې خلکو ته هم په دې برخه کې روزنه ورکړو.»

د افغانستان بانک چارواکي زیاتوي، تېر کال د هېواد په یو شمېر لرې پرتو ولسوالیو کې هم بانکي خدمات پیل شوي او هڅه کېږي چې ټولو ولسوالیو کې خلکو ته د خدماتو وړاندې کولو په موخه څانګې پرانیزي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان او قزاقستان ۳ میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې پر لوړولو خبرې کړې
اقتصاد

افغانستان او قزاقستان ۳ میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې پر لوړولو خبرې کړې

مې 31, 2025
برادر: پر هغو وارداتي توکو تعرفه لوړه شوې چې افغانستان یې تولید کې پر ځان بسیا دی
اقتصاد

برادر: پر هغو وارداتي توکو تعرفه لوړه شوې چې افغانستان یې تولید کې پر ځان بسیا دی

مې 28, 2025
نظري: د افغانستان له لارې د سیمه ییز اتصال او ګډې سوداګرۍ زمینه برابره شوې
اقتصاد

نظري: د افغانستان له لارې د سیمه ییز اتصال او ګډې سوداګرۍ زمینه برابره شوې

مې 21, 2025
د افغانستان او روسیي ترمنځ بېلا بېلو برخو کې پنځه هوکړې لاسلیک شوې
اقتصاد

د افغانستان او روسیي ترمنځ بېلا بېلو برخو کې پنځه هوکړې لاسلیک شوې

مې 18, 2025
د کاسا زر پروژې د چارو چټکولو هوکړه لاسلیک شوه
اقتصاد

د کاسا زر پروژې د چارو چټکولو هوکړه لاسلیک شوه

مې 17, 2025
افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي
اقتصاد

افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي

مې 14, 2025

وروستي خبرونه

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

جون 12, 2025
خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي

خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي

جون 12, 2025
میرضیایف: د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د سیمې پرمختګ لپاره مهم فکټور دی

میرضیایف: د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د سیمې پرمختګ لپاره مهم فکټور دی

جون 12, 2025
فطرت: نړۍ سره د تعامل لپاره د سفر بندیزونو لرې کول اړین دي

فطرت: نړۍ سره د تعامل لپاره د سفر بندیزونو لرې کول اړین دي

جون 12, 2025
اوچا: د ۲۳ میلیونه اړمنو افغانانو لپاره څه باندې ۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو

اوچا: د ۲۳ میلیونه اړمنو افغانانو لپاره څه باندې ۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو

جون 12, 2025
هلوټرسټ: له ۶ میلیونو زیات افغانان په ماین پوښلو سیمو کې ژوند کوي

هلوټرسټ: له ۶ میلیونو زیات افغانان په ماین پوښلو سیمو کې ژوند کوي

جون 12, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist