پاکستان د روان ۲۰۲۵ کال د اپریل میاشتې له پیل په دې هېواد او خيبرپښتونخوا کې د مېشتو افغان کډوالو د جبري اخراج دویم پړاو پيل کړی او په ورځني ډول زرګونه افغان کډوال د تورخم، سپین بولدک او ځينو نورو لارو افغانستان ته ستانه کړي دي.
پاکستاني چارواکي له دې هېواد څخه په زور د شړل شویو کډوالو شمېر شاوخوا۸۰ زره تنه يادوي او خبرداری ورکوي چې د روانې اپریل میاشتې تر پايه به پاکستان کې مېشت هغه افغانان هم په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي چې په پاکستان کې د اوسېدنې قانوني اسناد نه لري.
په کورنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیر طلال چودري ویلي: « ویلی شم هېواد مو له لسیزو راهیسې افغان کډوالو ته پناه ورکړې وه، خو اوس د دې وخت را رسېدلی چې د کډوالۍ قوانین په کلکه پلي کړو او موږ د ناقانونه بهرنیو وګړو د جبري ستنولو پلان پر بنسټ د اسنادو نه لرونکي افغانانو د ایستلو بهیر په ډېر شدت سره څارو.»
چودري ادعا کړې چې افغانان د پاکستان په ناامنيو او هلته په جنايي جرمنو کې ښکېل دي، خو د افغانستان سرپرست حکومت دا نه مني.
له پاکستانه د افغان کډوالو جبرې اخراج په اړه د اندېښنو په لړ کې د ماشومانو د ساتنې ادارې(سېف ده چلډرن) ویلي، د اپریل په لومړیو درېيو اوونیو کې د ستنو شویو کورنیو په ډله کې ۵۰ زره تنه افغان ماشومان هم له پاکستانه افغانستان ته شړل شوي دي.
د دې سازمان د راپور له مخې، په يادو ماشومانو کې په احتمالي توګه د بېلابېلو ساري ناروغیو د خپرېدو او له زده کړو د دوی د محرومېدو په اړه هم اندېښنې شته.
د راپور یوه برخه: « په تېره مارچ میاشت کې په پاکستان کې د غیرقانوني افغان کډوالو د مهلت له ختمېدو وروسته، د روانې اپریل میاشتې په ۱۶ ورځو کې شاوخوا۵۰ زره ماشومان هم افغانستان ته را اړول شوي دي.»
له دې سره سم، په پاکستان کې دېره افغان کډوال وایي، په خيبرپښتونخوا او پاکستان کې افغان کډوالو سره زور زیاتي شدت موندلی او له سرپرست حکومت غواړي چې له پاکستاني چارواکو سره يې ستونزې حل کړي.
پاکستان کې مېشت افغان کډوال ملک مجاهد شينواری وايي: « یوازې امن کفایت نه کوي، د امن ترڅنګ کاروبار هم ضروري دی. کډوالو ته د خپلو قرضونو د راټولولو ترتیب په کار دی. د اکثریت کډوالو په کاروبار کې پیسې بندې دي او اوس په خپلو پیسو وهل ټکول کېږي. د دې لپاره اړتیا ده چې د اسلامي امارت حکومت د پاکستان له حکومت سره خبرې وکړي، نه دا چې وايي، تاسو راځئ او افغانستان کې امن دی.»
د رسمي شمېرو له مخې، دا مهال په پاکستان او خيبرپښتونخوا کې له ۲.۱ میلیونه ډېر افغان کډوال ژوند کوي.
بل پلو د کډوالو حقونو مدافعان د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان پالیسۍ او سیاستونه ظالمانه ګني او له نړیوالو غواړي چې د دوی ستونزو د حل لپاره دې پر اسلام اباد سیاسي فشارونه ډېر کړي.
د کډوالو د حقونو مدافع عبدالرزاق عدیل وايي: « د دې بحران حل سیمه ییزې او نړیوالۍ همکارۍ ته اړتیا لري، ترڅو زیانګالو مهاجرانو ته حمایتي او د بیا مېشتېدنې مکانیزمونه جوړ شي.»
د جمعې په ماسپښين اسلام اباد ته د سرپرست حکومت تللي پلاوي د کډوالو ستونزو د حل په موخه د پاکستان کورنيو چارو وزارت له مرستيال سره ليدلي چې په کې د افغان پلاوي له لوري د کډوالو داوطلبانه ستنېدو، جبري ایستلو مخنیوي او د دوی د شتمنیو لېږد اسانولو لپاره د افغانستان، پاکستان او د ملګرو ملتونو ترمنځ د یوې ګډې کمېټې جوړولو وړاندیز کړی.