Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/19

 په ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت له پخوا غوړیدلی چې د ورځې لسګونه ټنه اوسپنه ویلي کوي.

د دغه ولایت په شیخ مصري صنعتي پارک کې د اوسپنې د ویلې کولو یوه کارخونه کې هره ورځ  لسګونه ټنه اوسپنه ویلې کېږي.

د یادې کارخونې مسوولین وايي، دغه صنعت ننګرهار کې د غوړیدو په حال کې دی او د دې صنعت اړوند ټول  هغه توکي چې پخوا به له بهرنیو هېوادونو واردیدل اوس همدلته په افغانستان او بیا ننګرهار کې جوړیږي.

د اوسپنې ویلې کولو کارخونې مشر عابد وايي:« د شکر ځای دی. که تاسو مخکېنی وخت یاد کړئ، همدا د ګول سیخ ، همدا ګاډر ، همدا اوسپنیز توکي  به موږ له تاجیکستان، ایران او پاکستان وارد کول. الحمد الله نن همدا توکي په خپل هېواد کې افغانستان کې په بېلابېلو ولایتونو کې جوړېږي.»

په دغه کارخونه کې له۱۰۰ ډېرو کسانو ته د کار زمینه برابرې شوې، خو  کاریګر ټینګار کوي چې سرپرست حکومت دې د صنعت کارانو ملاتړ ته په دوام ورکولو سره هېواد کې  پانګه والۍ ته زمینه برابره کړي.

د کارخونې یو تن کاریګر وايي:« د کاریګر په توګه زه د خپل اسلامي امارت له لوړپوړو چارواکو دا هېله کوم چې د صنعت کارانو کومې ستونزې دي، د برېښنا ستونزه او یاهم نورې ستونزې، باید دا ورته حل کړي. موږ خپله غریب کاره خلک یو، د دې کارخونو ستونزې ګورو او حالات یې ګورو.»

د کارخونې یو بل کاریګر بیا وايي:« پلور مو زیات دی، د افغانستان اسلامي امارت له مجاهدینو مو هېله ده چې کارخونې نورې هم زیاتې کړي، ترڅو خوار او غریب په کې کار وکړي او کورنۍ ته یو څه نفقه پیدا کړي.»

د ننګرهار صنعت او سوداګرۍ ریاست د سوداګریزو چارو امر شاکر الله ستانکزی وايي، اوس مهال دغه ولایت کې د اوسپنې ویلې کولو ۱۴ کارخونې فعالیت کوي چې تولیدات یې له ننګرهار سربېره د افغانستان نورو ولایتونو ته هم لېږدول کېږي.

ستانکزی په دې اړه وايي:« موږ په ننګرهار کې د اوسپنې ویلې کولو په برخه کې ۱۴ کارخونې لرو چې دلته فعالیت کوي. له کابل وروسته د اوسپنې ویلې کولو برخه دلته ډېره فعاله ده. موږ نور ځان بسیاینې ته نږدې شوې  یو. په دې برخه کې دولت ورسره پوره همکار دی. د اوسپنې قاچاق بند دی. هېڅوک نه شي کولی چې اوسپنه قاچاق کړي.»

د صنعت کارانو په خبره، که سرپرست حکومت دوی ته د بریښنا زمینې برابرولو سربېره د خامو موادو او په معیاري ډول د صنعتي پارک جوړېدو برخه کې همکاري وکړي، نو ننګرهار ولایت کې به صنعت لا پرمختګ وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist