د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې(یو.اېن.ډي.پي) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، افغانستان کې ښځې اوس د خپل ژوند تر ټولو سخت پړاو کې دي.
راپور کې ویل شوې، واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو وروسته په حکومتي ادارو او خصوصي سکټور کې د ښځو کاري ونډه ۶ سلنو ته ټیټه شوې.
په راپور کې همدا راز راغلي، د ملګرو ملتونو پراختیايي داره به د افغان ښځو لاسنیوي ته ادامه ورکوي.
د راپور یوه برخه: « افغان ښځو په روانو حالاتو کې د سختیو تر ټولو دروند بار پر اوږه اخیستی؛ ځکه چې دوی له عامه ژوند، کار، خدماتو او له کوره بهر هر ډول فعالیت کولو په زیاتېدونکې بڼه له محدودیتونو سره مخ دي. واک ته د طالبانو له رسېدو مخکې د ښځو د کار ونډه ۱۹ سلنه وه، خو دا شمېره په ۲۰۲۱ کال راټیټه شوه او له ۲۰۲۲ تر ۲۰۲۳ کلونو پورې ۶ سلنو ته ټیټه شوې ده.»
یادې ادارې همدا راز ویلي، تېر کال یې د ډیجټلي مهارتونو د پراختیا، سولري برېښنا نصبولو او د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ تعلیمي پلیټفارمونو له لارې د شاوخوا ۸۰ زره افغان ښځو لاسنیوی کړی.
د راپور یوه برخه:« موږ په ۲۰۲۴زېږدیز کال د ډیجیټلي مهارتونو پراختیا، د سولري برېښنا چمتو کولو او د مالي سواد زده کړو له لارې د افغان ښځو لاسنیوی کړی. همداراز د کوچني پورونو، د بانکي پورونو لپاره د تضمین پروګرامونو او د مصنوعي ځیرکتیا(اې.آی) پر بنسټ د تعلیمي پلیټفورمونو له لارې مو د شاوخوا۸۰ زره ښځو اقتصادي ځواک ته وده ورکړې ده.»
د اسلامي امارت سرپرست حکومت د ملګرو ملتونو دغو څرګندونو ته په غبرګون کې څه نه دي ويلي، خو د ښځو حقونو مدافعانې بیا په افغانستان کې د ښځو روان وضعیت او د سرپرست حکومت پالیسۍ د اندېښنې وړ بولي او زياتوي چې دا ډول هڅې له ټولنې څخه د ښځو د حذفولو په توګه تلقي کېدای شي.
د ښځو د حقونو مدافع مذلفه کاکړ وايي: « په یوه ټولنه کې چې ښځې د کار کولو او نجونې د زده کړو کولو اجازه ونه لري او په یوه ټولنه کې چې د ښځو د هر ډول کار په تړاو مجازات ټاکل شوي وي، په یوه ټولنه کې چې د ښځو آواز خاموش کړای شي او په یوه ټولنه کې چې ښځه له هرې صحنې حذف شي، دا نه ديني اړخ لري او نه هم فرهنګي.»
د سیاسي چارو شنونکي بیا د ملګرو ملتونو د دې ډول راپورونو په اړه بېلابېل نظرونه لري.
ځيني د ښځو کاري او اقتصادي وضعیت مساله کورنۍ بولي او له نړیوالو غواړي چې د اندېښنو شریکولو پر ځای د وضعیت د ښه کولو هڅه وکړي.
د سیاسي چارو شنونکی زلمی افغانیار وايي: « زه هیله لرم نړیوال بنسټونه د اندېښنې څرګندولو پر ځای اجازه ورکړي چې د افغانستان ملت د سرپرست حکومت په مشوره د کمزورتیا ټکي د پیاوړتیا په ټکو بدل کړي. که چېرې هغوی ریښتیا هم د افغانستان په اړه اندېښنه لري، په اوسنیو شرایطو کې چې بشري مرستې یې عملا ً سیاسي کړې دي، څه نظر لري؟»
د سیاسي چارو شونکی نجیبالرحمان شمال وايي: « ښځې له ټولو فعالیتونو څنډې ته شوې، د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې یې پرمخ تړل شوې دي، کار او له کوره د وتلو اجازه نه ورکول کېږي. دغه مساله خپله د افغانانو او نړیوالې ټولنې د اندېښنو سبب شوې او په غیر قانوني لارو له هېواد بهر مهاجرتونو کچه یې لوړه کړې ده.»
افغانستان یوازینی هېواد دی چې نجونې یې له شپږم ټولګي پورته د زده کړو اجازه نه لري.
د ۲۰۲۵ کال تر پیل پورې، شاوخوا ۲.۲ میلیونه نجونې له تعليم او تحصيل محرومې کړای شوې او د نجونو پر زده کړو د بندیزنو په اړه پر بېلابېلو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سربېره لاهم دغه بندیز پر ځای پاتې دی.