د پاکستان چاپ « ده نېشن» ورځپاڼې د دې هېواد مرکزي بانک د مالوماتو پر بنسټ راپور ورکړی چې د ۲۰۲۴ مالي کال په وروستيو او د ۲۰۲۵ هغه په لومړيو څو میاشتو کې، افغانستان ته د پاکستان صادرات د پخوا پرتله زیات شوي دي.
په راپور کې راغلي، د ۲۰۲۴ زېږدیز کال له جولای د ۲۰۲۵ کال تر فبرورۍ پورې افغانستان ته د پاکستان د صادراتو ټول ارزښت ۵۹۲ میلیونه ډالر اټکل شوی و چې د وړم کال د همدې مودې پرتله څه باندې ۸۴ سلنه زیاتوالی ښيي.
د پاکستان مرکزي بانک د ۲۰۲۳ کال وروستیو او ۲۰۲۴ کال لومړیو څو میاشتو کې افغانستان ته د شويو صادارتو ارزښت ۳۲۱ ميليونه ډالره ياد کړی دی.
د پاکستان مرکزي بانک په خپل راپور کې زیاته کړې: « پاکستان له خپلو ګاونډيو هېوادونو سریلانکا، هند، نيپال او مالدیف سره خپله سوداګري زیاته کړې ده. خو له چین سره د پاکستان سوداګري د ۱۰.۵۴ سلنې کموالي سره مخ ده او له ۱.۸۹۵ میليارد ډالرو څخه ۱.۶۹۵ میليارد ډالرو ته ټيټه شوې ده. افغانستان ته د صادراتو کچه ۵۹۲.۸۴۰ ميليونو ډالرو ته رسېدلې چې تېر کال دغه اندازه ۳۲۱.۷۵۴ ميليونه ډالر وه.»
د پاکستان مرکزي بانک د راپور له مخې، د پاکستان صادرات ګاونډيو او د سیمې یو شمېر هېوادونو ته په وروستیو اتو میاشتو کې ۶.۶۴ سلنه زيات شوي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولان وايي، په ۱۴۰۳ لمریز کال د پاکستان او افغانستان ترمنځ ۲.۳۴۴ میليارد ډالرو په ارزښت سوداګري شوې.
د دوی په خبره، تېر کال پاکستان ته د ۷۴۴ میلیونو ډالرو په ارزښت صادرات او ترې د ۱.۶ میليارد ډالرو په ارزښت واردات شوي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي: « د افغانستان اسلامي امارت او د پاکستان اسلامي جمهوریت د ۱۴۰۳ کال په اوږدو کې ټولټال ۲ میلیارده ۳۴۴ میلیونو ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه لرله چې له ډلې یې ۷۴۴ میلیونه ډالره صادرات او له ۱ میلیارد ۶۰۰ میلیونو ډالرو زیات یې واردات وو. پاکستان ته د افغانستان په سترو صادراتي توکو کې د ډبرو سکاره، پیاز، پنبه، رومي بانجان او انار شامل دي. همدارنګه د پاکستان له خوا په وارداتو کې تر ډېره تولیدي او مصرفي مواد لکه وریجې، درمل، سمنټ، بوره، د کتان منسوجات او تازه مېوې شامل دي.»
له بلې خوا، د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي وايي، افغانستان اوس مهال د سوداګرۍ لپاره بدیلې لارې لري او له پاکستان د صادراتو او وارداتو کموالی به د هېواد اقتصادي ثبات ونه ګواښي.
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا وايي: « دا مهال د ایران له اسلامي جمهوریت او د مرکزي آسیا له هېوادونو او په ځانګړې توګه ازبېکستان سره د افغانستان سوداګري ډېره پراخه شوې ده. له بده مرغه باید ووایم چې پاکستانیانو افغان سوداګرو ته د سهولتونو ایجادولو په برخه کې همکاري ونه کړه او له همدې امله افغان سوداګر هڅه کوي چې له نورو هېوادونو سره سوداګري وکړي او د افغانستان د اړتیا وړ توکي وارد او د افغانستان توکي صادر کړي. زما په اند، له پاکستان سره سوداګري له جدي ستونزو سره مخ ده او د هر کال په تېرېدو سره یې کچه ټیټېږي. افغانستان اوس د پاکستان لارو ته اړتیا نه لري، بلکې ګڼې بدیلې لارې په واک کې لري چې کولی شي خپل توکي ترې وارد او صادر کړي.»
په ورته مهال، ځينو نورو پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې پاکستان به د ترینګلي اقتصادي وضعیت ترڅنګ د امریکا له لوري د دې هېواد په سوداګریزو توکو د تعرفو وضع کېدو له امله هر کال څه باندې ۲ میلیارد ډالرو زیان هم تجربه کړي.