Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کډوالو او راستنېدونکو لپاره نړیوالو ادارو سره د مرستو د جلب او جذب په موخه ناسته شوې

کډوالو او راستنېدونکو لپاره نړیوالو ادارو سره د مرستو د جلب او جذب په موخه ناسته شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/14

له کډوالو او راستنېدونکو سره د مرستې د جلب او جذب کمېټه چې مشري یې د اقتصاد وزارت سرپرست کوي، د مرستو د جذب په موخه یې د ملګرو ملتونو اړوند ادارو، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سترې کمېشنرۍ، د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې (یو.اېن.ډي.پي)، اوچا ، آی.او.ایم ، یو اېن هبیتات  او نورو مرستندویه نړیوالو ادارو له چارواکو او استازو سره ناسته کړې.

په دې ناسته کې ټینګار شوی چې پاکستان د کډوالۍ ټولو نورمونو او قوانینو خلاف افغان کډوال په اجباري توګه راشړي چې د چارواکو په خبره سرپرست حکومت کډوالو ته د اسانتياوو برابرولو په موخه لازم امکانات په کار اچولي، حخو د نړیوالو ادارو مرستو ته هم اړتیا ده.

په دې ناسته کې د اقتصاد وزارت سرپرست دین محمد حنیف تمه ښودلې چې نړیوالې ادارې به له راستنیدونکو افغانانو سره کافي مرستې وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکی دفتر(اوچا) وايي، د دوی د اټکل له مخې به دا ځل یو۱.۵ میلیونه افغانان له پاکستان بېرته هېواد ته راستانه شي چې په خبره يې ملګري ملتونه ورسره د مرستو لپاره چمتووالی لري.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې انډریکا راټ واټ ویلي: « دا به مشکله وي چې ووایو څومره افغانان به راستانه شي؟ شمېر یې اوس موږ ته نه څرګندېږي، خو موږ له ۶۰۰ زرو تر ۱.۵ میلیونو کسانو لپاره چې بېرته راستنیدونکي دي، د مرستې چمتووالی نیولی.»

د کډوالو نړیوال سازمان بیا وايي، د خپل پلان پر اساس له راستنېدونکو سره د ټرانسپورټ او نورو برخو کې زرګونو افغانیو مرستو لپاره چمتوالی لري، خو په خبره يې که یې مالي ستونزې حل شي، دغه مرستې به نورې هم پراخې کړي.

په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان ریيس میا پارک وايي:« د خپل پلان پر بنسټ موږ له پاکستان او ایران د راستنېدونکو کډوالو سره به په میاشتنۍ کچه د دوی د لېږد را لیږد لپاره هرې کورنۍ سره له ۲۳ زره افغانیو نیولې تر ۴۶ زره افغانیو مرسته وکړو او که زیاته بودیجه ترلاسه کړو، د مرستو کچه به هم لوړه کړو.»

د ملګرو ملتونو د کډوالو ستره کمېشنري (یو.اېن.اېچ.سي.آر) بیا وايي، پر نړیواله کچه د ادارو مالي حالت ښه نه دی.

د چارواکو په خبره، دې چارې پر افغانستان هم اغیز کړی. دوی زياتوي، د خپلو موجوده مالي امکاناتو پر اساس به د افغان کډوالو ستونزې ورحل کړي.

په افغانستان کې د کډوالو سترې کمېشنرۍ استازی عرفات جمال وايي: « غواړم د بوديجې حالت په اړه وضاحت ورکړم. تاسو ټولو ته واضحه ده چې د نړۍ پر کچه د نړیوالو ادارو مالي وضیعت ښه نه دی او دې حالت پر افغانستان هم اغېز کړی او موږ چې کومه محدوده بوديجه د پروګرامونو لپاره په پام کې نيولې، هڅه کوو چې د افغانستان ستونزو ته ترممکنه حده رسیدنه وکړو.»

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان یوځل بیا د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ پیل کړې او تر اوسه یې نږدې ۲۰ زره کډوال په جبري توکه را ایستلي دي.

اسلامي امارت بیا د بېرته راستنېدونکو کډوالو د ستونزو د حل لپاره ځانګړی کمیسیون جوړ کړی چې ۱۲ کاري کمېټې لري.

 دغه کمېټې د کډوالو لنډه مهال پنډغالي، ټرانسپورټ، د مرستو جلب او جذب او دېته ورته نورو برخو کې پر کار بوختې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist